سپورټ کلتور او هنر نړیوال کرکټ

روهېت شرما له شاه رخ خانه د سندرې غوښتنه کړې!

که څه هم شاه رخ خان ویلي، که ښځه وای ویرات کولي به یې خاوند وای؛ خو اوس روهېت شرما له شاه رخ خان غوښتنه کړې، چې په کلکته ښار چې د شاه رخ خان د زوکړې ځای دی، اېدن ګارډېن لوبغالي کې هغه ته اکټېنګ یا سندره وکړي.

روهېت شرما ځکه اېدن ګارډېن لوبغالی ټاکلی، چې په دغه لوبغالي ده نړیوال ریکارډونه جوړکړي دي.

روهېت شرما کله، کله د ویرات کولي په نشتون کې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشري کوي او په آې پي ایل سیالیو کې بیا د ممبيي انډیئنز لوبډلې لوبډلمشر دی، بل پلو بیا شاه رخ خان د هندي سېنما پاچا دی.

بازیګر چې د شاه رخ خان پخوانی فلم دی سږ کال یې ۲۵ مه کلیزه ولمانځل شوه. شاه رخ خان د سه شنبې په ورځ د بازیګر فلم په ۲۵ کلیزه کې د دغه فلم ډایلاګ وکړ.

شاه رخ خان په ټوېټر لیکلي بازیګر هغه فلم دی، چې ماته یې د ژوند ملګري راکړل. نوموړي سره په دغه فلم کې کاجل، شېلپا شيټي او ځېنې نورو فلمي لوبغاړو هم کار کړی دی.

شاه رخ خان اوس ۵۳ کلن دی او فلم یې ۲۵ کاله وړاندې ډک کړی دی. کله چې شاه رخ خان وویل، چې بازیګر فلم زه ډېر مشهور کړم؛ نو ورپسې پېوست روهېت شرما غبرګه کړه؛ زما د خوښې فلم هم بازیګر و.

روهېت شرما له شاه رخ خان څخه د سندرې غوښتنه کړې وه، چې د ده لپاره یې په اېدن ګارډېن لوبغالي کې ووایي.

شاه رخ خان ورسره هم وعده کړې، چې دی به د بازیګر فلم هغه سندره د روهېت شرما لپاره ادا کړي، چې وایي کالي، کالي انکهین یعنې تورې، تورې سترګې سندره.

روهېت شرما ولې د اېدن ګارډېن لوبغالی د سندرې لپاره وټاکه؟
ځکه چې روهېت شرما په ۲۰۱۴ م کال کې په همدغه لوبغالي کې د سریلانکا خلاف په یوه، یو ورځنۍ لوبه کې ۲۶۴ منډې وکړې، چې د نړۍ په کچه تر اوسه ستر ریکارډ دی.

بل علت یې دا دی، چې روهېت شرما په دغه لوبغالي کې دوه ځلې ممبيي لوبډلې ته د آې پي ایل سیالیو اتلولۍ په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ م کلونو ګټلي دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې