افغانستان سینما او موسیقي کلتور او هنر مخکښان

شفیق مرید؛ هغه لغمانی هنرمن چې په یوه کمپوز یې د نغمې لور وکړه

لیکنه: یاران هنر

لیکنه: صادق طارق

شفیق مرید هغه مشهور افغان سندرغاړی او کمپوز جوړونکی دی، چې په څو کلونو کې یې د موسیقۍ د ډګر اوږدې پيچومي په چټکۍ سره فتحه او لوړو پوړیو ته یې ورسید.

هغه د لغمان ولایت اوسیدونکی دی، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي.

مرید په کابل کې له انصاري لېسې فارغ شوی او په موسیقۍ کې هم مسلکي زده کړې لري.

د نغمې او منګل زوم
شفیق مرید د افغاني موسیقۍ د تر ټولو مشهورې خو سره جلا شوې جوړې( نغمې او منګل) زوم دی.

نغمې د نوموړي په اړه په یوه مرکه کې وویل: له شفیق مرید نه مې خپلې یوې سندرې ته د کمپوز جوړولو غوښتنه وکړه، هغه یې په بدل کې سمدستي رانه لور وغوښته او ما هم ورکړه.

د مرید په اړه د هغه خسر منګل هم په یوه مرکه کې وویل، چې ډېر ورته ګران دی.

د منګل په وینا په امریکا کې ډېر وخت له خپل لمسي( د شفیق مرید له زوی) سره یو ځای وي او لمسی یې ډېر ورته ګران دی.

د مرید سندرې
د شفیق مرید مورنۍ ژبه پښتو ده، خو په دري او اردو ژبو یې هم روانې خوږې سندرې ویلي.

هغه لږې خو ډېرې او د کار سندرې ویلي.

د مرید له فیسبوک پاڼې: انځور کې د ستار سعادت په شمول ښاغلی مرید او ملګري یې د هغه د کلیزنې نمانځنې پرمهال

د مرید سندرې هم د ده د خواږه غږ، هم خوندورو کمپوزونو او هم د ښو شعرونو د انتخاب له کبله ډېر مینه وال لري.

شفیق مرید په ځوانو سندرغاړو کې یو استثنایي کس کیدای شي، چې هم یې مستې، هم ارامې، هم صوفیانه، هم شوخې عشقي او هم نور ډول ډول سندرې ویلي.

مرید د عبدالستار سعادت نیږدې ملګری دی او د هغه یو شمېر شعرونه یې هم له خوندورو کمپوزونو سره ویلي.

د سندرو د کیفیت ترڅنګ د مرید د سندرو ویډیوګانې هم د پام وړ دي.

هغه له سیتا قاسمي سره هم ځینې ګډې سندرې لري.

د مرید کنسرتونه
شفیق مرید په ۱۳۹۱ کې هغه وخت، چې نوی ـ نوی ډېر ځلیدلی و، د هېواد په یوشمېر لویو ښارونو کې کنسرتونه ورکړل.

په دغه کال د هرات یو شمېر سخت دریځو ملایانو د نوموړي د کنسرت د لغوه کیدو غوښتنه وکړه، چې آخر یې دی هم دغه کار ته اړ ویست.

تر هغې وروسته په هېواد دننه شفیق مرید لږو کنسرتونو ته زړه ښه کړ.

مرید له خپل هنر سره د زړه له تله مینه لري او وایي په ودونو او فرمایشي پروګرامونو کې د سندرو ویلو لېواله نه دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر