سینما او موسیقي

شبنم ثریا؛ هغه تاجیکستانۍ هنرمنده چې ګڼ افغان مینه وال هم لري

لیکنه: یاران هنر

لیکنه: صادق طارق

شبنم ثریا د تاجیکستان یوه له ډېرو مشهورو ښځینه سندرغاړو ده، چې په ټوله نړۍ او خاصتاً افغانستان کې خورا ډېر مینه وال لري.

دلته به د دغې مشهورې هنرمندې له ژوند او هنره خبر شئ.

زوکړه او کورنی ماحول
شبنم ثریا د ۱۹۸۱ زیږدیز کال د اکتوبر په ۳۱ مه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې زیږیدلې ده.

هغه د یوې بشپړې هنرمندې کورنۍ غړې ده؛ مور یې ثریا قاسمي او خور یې فرزانه خورشید دواړه د تاجیکستان د موسیقۍ دوه وتلې څېرې دي.

د شبنم هنر
شبنم ثریا د پاپ او نڅا موسیقیو دواړو کې مشهور نوم لري؛ هغه د ښو سندرو ویلو ترڅنګ ښکلې او جذابه هنرمنده هم ده او د دې ترڅنګ له خپلو سندرو سره ښه نڅا هم کوي.

شبنم په ۲۰۰۶ کې د تاجیکستان د تر ټولو غوره سندرغاړې جایزه او لقب واخیست.

د دې ترڅنګ په ۲۰۰۷ کې د ملګرو ملتونو لخوا په تاجیکستان کې له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې د حسن نیت افتخاري سفیره اعلان شوه.

شبنم ثریا لسګونه سندرې او میلیونونه مینه وال لري. هغې د مینه والو په غوښتنه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو او له هغې ډلې په افغانستان کې کنسرتونه ورکړي.

شبنم ثریا او افغانستان
شبنم ثریا په افغانستان کې د پراخ محبوبیت ترڅنګ خپله دا هم له افغانستان سره ډېره مینه لري.

نوموړې د یو شمېر مشهورو افغاني هنرمندانو لکه: امیرجان صبوري، فرهاد دریا سندرې ویلي او له جاوید شریف سره یې ګډې سندرې کړي.

مېرمن ثریا د تاجیکستان له یو شمېر مشهورو هنرمندانو: بهرام، سهراب صفرزاد، پروینه شکرالله‌اوا او جانی‌بک سره هم یو ځای سندرې ویلي دي.

شخصي ژوند
شبنم ثریا واده کړی او د ژوند ملګری یې خالد ظاهر نومیږي.

دوی د شریفه په نوم یوه لور هم لري.

شبنم ثریا څو کاله مخکې په سعودي عربستان کې د حج فریضه هم ادا کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر