ژوند او ژواک

خانان به بیا سره خانان شي

د هندي سینما د ستوریو تر ټولو غوره جوړه هغه وخت د خلکو تر سترګو شوه چې کرن ارجن فلم یې ولیده. په دې فلم کې سلمان خان او شاه‌رخ خان سره یوځای ولوبېدل، خو وروسته تر دې فلم د اخر ځل له‌‌پاره ۲۰۰۷ میلادي کال کې د سینما په پرده یوځای سره راڅرګندل شول او نور یې تر ننه خلک د یوځای لیدو په هیله دي.

خو په تازه توګه د بالیووډ مشهور فلم جوړونکي کبير خان چې د هندي فلمي نړۍ بريالۍ څېره بلل کېږي، له شاه‌رخ خان او سلمان خان څخه هيله کړې چي په یوه فلم کې يې په ګډه را څرګند شي.

د شا‌هرخ خان او سلمان خان تر منځ هغه مهال لانجه وشوه چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د کترينه کيف د کليزي په محفل کې د دواړو تر منځ ږغونه سره پورته شول. په دې غونډه کې شاه‌رخ خان سلمان خان ته د هغې د پخوانۍ ملګرې ايشوريا رای په هکله څه وويل چې له همدې خبرې سره سلمان خان خفه شو.

تر اوسه پورې دواړو خانانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */