موسیقي او تصویر

د شاه روخان موټر د یو عکاس پر پښه وخوت

د هندي سینما وتلی اکټر شاه روخان ستونزې نه غواړي خو ستونزې نوموړی پیدا کوي.

د چارشنبې په ورځ چې کله نوموړی د عالیه بټ د څلورویشتمې کلیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره د هغې کور ته ورسید، موټر چلونکی یې په تیروتنه د ولاړو عکاسانو څخه د یو پر پښه موټر وخيژوه.

شاه روخان سمدستي له موټره ښکته شو او د ټپي عکاس مرستې ته ځان ورسوه. په سیمه کې د اینډین ایکسپریس خبریال وايي، چې شاه روخان له خپل یو ساتونکي سره یو ځای ټپي عکاس نژدې روغتون ته ورسوه.

شاه رخ خان همدارنګه ټپي عکاس ته ډاډ ورکړ او ورته یې وویل چې دا به یې په درملنه او پالنه کې پوره پاملرنه وکړي.

یو عیني شاهد انډیا.کام ته وویل:” شاه روخ خان ډیر زیات مودب او عاجز و او ټپي عکاس ته یې وویل چې وارخطا کیږې دې نه، دا به ددې ټولې پېښې په تړاو همکاري ورسره وکړي .“

دې عیني شاهد ویلي، عکاس هم نوی عکاس و او د شاه روخ خان په لیدو ډیر هیجانی شوی و.

په سیمه کې ولاړ یو بل عکاس ویلي” دې نوي عکاس هڅه کوله چې د شاه روخ خان یو ښه عکس واخلي خو پام یې نه و چې د نوموړي تیز روان موټر وواهه.“

ویل کیږي چې د ټپي عکاس پښه ټپي شوی ده، خو د درملنې وړ ټپ دی او ښايي زر له روغتون څخه رخصت شي.

عالیه بټ چې د شاه روخان سره یې په ( ډیېر زندګي ) فلم کې رول لوبولی د چارشنبې په ورځ څلور ویشت کلنه شوه، او شاه روخان غوښتل چې د کلیزې په مراسمو کې یې ګډون وکړي. خو کله چې د شاه روخان موټر راڅرګند شو، دې عکاس د عکس اخیستو پر مهال ځان مخې ته وروغورځاوه.

د کار په برخه کې د شاه روخان د وروستي ځل لپاره ریس فلم کې لیدل شوی چې نظام الدین صدیقي هم ورسره همکار رول لوبولی. دا فلم دوه میاشتې مخکې سینما ته راغلی او تر اوسه پورې په سینماګانو کې ښه چلیدلی دی.

شاه روخان د عالیه بټ د څلورویشتمې کلیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره د هغې کور ته له رسیدو سره سم له دې پېښې سره مخ شوی

هندوستان کې ترافیکي پېښې عامې دي، خو د شاه روخان په څیر مشهورو څیرو ته بیا دا ډول پېښې د ډیرې مودې لپاره د رسنیو او محکمو له خوا په یو لوی سرخوږي بدلیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */