خپلې مقاربت اړیکې ته په دې کارونو سره ښه والی وروبښئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

یو له هغو لاملونو څخه، چې واده ته پایښت او دوام ورکوي، د واده اړیکه ده، د واده اړیکه نه یوازې ستاسو په بدن، بلکې ستاسو په روحیه او په یوه ډول په عاطفي اړیکه باندې مو هم مثبته اغېزه ښندي، خو طبیعي ده، چې له څو کلونو تېرېدو وروسته، دې اړیکې ته ستاسو لېوالتیا کمه او لاپسې کمېږي، په دې شرایطو کې څه باید وکړئ؟ که چېرې داسې احساس کوئ، چې جنسي اړیکې مو د خپل ژوند له شریک سره مخ په سړېدو روانې دي. د دې لیکنې په دوام له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ. د هغو کارونو په ترسره کولو سره، چې په دې مطلب کې مو ستاسو لپاره بیان کړي دي، تاسو او د ژوند شریک به مو د یو بل په اړه ډېر جنسي راښکون پیدا کړئ.

سګرټ پرېږدئ

آیا پوهېږئ، چې سګرټ کولای شي، ستاسو د جنسي لېوالتیاوو د راکمېدو سبب شي؟ که نه پوهېږئ، نو هرومرو له خپل روغتیا پال (ډاکټر) څخه پوښتنه وکړئ. سګرټ نه یوازې د زړه رګونه، بلکې ستاسو په تناسلي آله کې د وینې د رګونو د بندېدو سبب هم ګرځي. له دې امله که غواړئ، چې د خپل ژوند له شریک سره مو جنسي لېوالتیا زیاته شي، نو د سګرټو د پرېښودو په فکر کې شئ.

د خپلې ځوانۍ دوران ته بېرته ور وګرځئ

مهمه نه ده، چې څو کاله عمر لرئ، تاسو چې په هر عمر کې یاست، باید خپلې اړیکې ته هیجان ور وبښئ، په حقیقت کې پرته له تاسو هېڅوک نه شي کولای، چې اړیکه مو ژوندۍ وساتي. یو له هغو کارونو څخه، چې تاسو کولای شئ، د خپلې اړیکې د جذابې کولو لپاره یې ترسره کړئ، دا دی، چې کله وخت د خپلې ځوانۍ دوران ته بېرته ور وګرځئ. د هیجان رامنځته کوونکو کارونو په لټه کې واوسئ. د بېلګې په توګه: کله چې د ژوند شریک مو په کور کې ستاسو ترڅنګ تېرېږي، ناڅاپه یې په غېږ کې ونیسئ او ښکل یې کړئ. هڅه وکړئ، چې له کور څخه بهر یې لاس ونیسئ او یا دا چې سترګو ته یې وګورئ، همدا اړیکې د دې سبب ګرځي، چې هم تاسو او هم مو د ژوند شریک له فزیکي پلوه لاپسې جذاب شئ.

د غنمو ځوانکه وخورئ

د جنسي ځواک د ډېرو لپاره یو بل خوړنیز توکی د غنمو ځوانکه ده. د دې مادې یوه کاشوغه په مستو کې واچوئ او وې خورئ. د غنمو ځوانکه په ډېره پیمانه زینک لري، چې د تستوسترون هورمون له تولید سره ډېره زیاته مرسته کوي. سر بېره پر دې تاسو کولای شئ د خپل بدن اړین زینک له غوښې، هګیو یا سمندري خوړو څخه پوره کړئ.

خپلو غړو ته ارزښت ورکړئ

تاسو باید په هر ډول شرایطو کې ځان ته لومړیتوب ورکړئ. د بېلګې په توګه: که غواړئ، چې نور تاسو ته درنښت وکړي، تر هر څه لومړی خپله باید ځان ته درنښت وکړئ. دا د غړو او جنسي لېوالتیاوو په اړه هم صدق کوي. په حقیقت کې، که ښه جنسي اړیکه غواړئ، نو باید خپل غړو ته ارزښت ورکړئ. ورزش وکړئ، روغ او سالم خواړه وخورئ، فزیکي فعالیتونه ولرئ یا مساج ته لاړ شئ، ترڅو د خپلو غړو په اړه مثبت احساس پیدا کړئ. که تاسو له خپل بدن سره مینه ولرئ، نو ډاډه اوسئ، چې د خپل ژوند د شریک لپاره به هم جذاب واوسئ، نو د خپل ژوند د شریک له خوا د کومې کړنې د ترسره کولو په تمه مه اوسئ. بدلون په پیل کې له ځانه شروع کړئ.

لږ د خپل ژوند له شریک څخه لرې شئ

د څو ورځو لپاره د خپل ژوند له شریک څخه لرې شئ، حتا که کولای شئ په یوازې توګه په څو ورځني سفر لاړ شئ. دا یوه موکه ده، چې د هغو څیزونو په اړه فکر وکړئ، کوم چې تاسو د خپل ژوند د شریک خواته ورجذبوي. آیا د هغې ښکلې څېره ده، چې تاسو یې جذب کړي یاست، آیا د هغې چلند دی او یا ټولنیز موقعیت او داسې نور…؟ تر کله چې د خپل ژوند د شریک ترڅنګ یاست، نو د دې مسایلو په اړه به د فکر کولو فرصت ونه لرئ، خو همدا چې له هغې لږ لرې او ورپسې خپه شوئ، نو پوهېږئ، چې څومره درته ارزښت لري او ورسره مینه لرئ. همدا احساس کولای شي د یوې اور ورینې جرقې په څېر ستاسو په زړه کې روښانه او خپل کورته تر را ګرځېدو وروسته، له هغې سره مو د جنسي اړیکې لېوالتیا زیاته کړي.

خپل ځای ته بدلون ورکړئ

که فکر کوئ، چې جنسي اړیکه مو پخوانی کیفیت نه لري، ښایي بده نه وي، چې دا چل وازمایئ. دا ځل، چې غواړئ د خپل ژوند شریک په غېږ کې ونیسئ او هغه ښکل کړئ، د خوب د کوټې پرځای، دا کار په پخلنځي کې ترسره کړئ، ښایي د ځای همدا بدلون وکولای شي، اړیکې ته مو ډېره تنوع او هیجان ور وبښي.

رومانتیک واوسئ

جنسي اړیکه خپل ځانګړی وخت او ځای غواړي. تاسو نه شئ کولای، چې هر وخت او هره شېبه د خپل ژوند له شریک څخه تمه ولرئ، چې له تاسو سره اړیکه ټینګه کړي. د بېلګې په توګه: که هغه ستړی کور ته راشي او تاسو د کور د پاکولو په حال کې وویني، آیا په هغه کې به دا لېوالتیا پیدا شي، چې له تاسو سره جنسي اړیکه ټینګه کړي؟ د دې لپاره، چې ژوند مو له دې یو حالتۍ څخه لرې کړئ، کله وخت رومانتیک واوسئ. د بېلګې په توګه: یوه ورځ مخکې تر دې، چې خاوند مو کور ته راشي، نو د هغه د خوښې وړ خواړه چمتو کړئ، څراغونه ګُل کړئ او په څو روښانه شمعو سره ورته په تمه پاتې شئ. په ډاډ سره ویلی شم، چې د دې رومانتیکې صحنې په لیدو سره به یې احساسات را وپارېږي.

هغه ته ووایئ: ( درسره مینه لرم )

عاطفي اړیکه ساتنې ته اړتیا لري. که ستاسو او د ژوند د شریک ترمنځ مو ژور احساسات ټینګ شوي نه وي، نو پرته له شکه به د واده ښه اړیکه ونه لرئ؛ له دې امله هڅه وکړئ، چې په پیل کې د احساساتو له مخې هغه جذب کړئ، د دې جملو په ویلو سره لکه: درسره مینه لرم. درپسې خپه شوې یمه یا زړه مې یوازې تا غواړي. کولای شئ د خپل ژوند د شریک زړه لاسته راوړئ. که چېرې هغه داسې احساس وکړي، چې ورسره مینه لرئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې تر اغېزې لاندې به راشي او په یوه کلمه کې، که عاطفي اړیکه مو ښه پرمخ لاړه شي، نو په جنسي اړیکه کې به مو هم ښه والی رامنځته شي.