خواړه خوندیتوب روغه سټه

د سینې له سرطانه د ژغورنې څو ښه عادتونه

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

د پوهانو په وینا د سینې سرطان یو له هغو لویو لاملونو څخه دی چي زیاتي ښځي ورځني مري، چي باید وخت پر وخت خپل معاینات وکړي، ځکه که په شروع کښې تشخیص وسي؛ درملنه یې آسانه ده. سربېره پر دې، د یو شمېر نورو عادتونو په خپلولو سره کولای سي چي د سرطان غوندي وژونکي ناروغۍ څخه ځانونه وژغوري. لکه:

– ورزش کول
ورزش د ویني شریانونه بهتره کوي. یوه څېړنه ښيي، چي د ورزش سره مو د بدن وزن کمېږي، په اوونۍ کښي ۳۰۰ دقیقې ورزش کول مو د سینې سرطان خطر کموي.

– فایبر لرونکي خواړه
بدن تر دېره بریده فایبر جذب او هضمولای نه سي. مګر بیا هم هاضمي نظام ښه کوي او کلیسټرول کنټرولوي. ددې ترڅنګ د انسان وزن هم کموي. هغه ښځي چي د فایبر لرونکو خواړو څخه استفاده کوي، د سینې سرطان خطر پکښي ۲۵ سلنه راکمېږي.

– د لږو غوړو کارونه
یوه نوې څېړنه ښيي کومي ښځي چي کم غوړ لرونکي خواړه کاروي، په هغو کښي د سینې سرطان خطر ۲۲ سلنه راکمېږي.

– د سګرېټ نه څکول
سګرېټ څکول د سږو سرطان پیدا کوي. اوسنی طب ښيي چي په ښځو کښي د سینې سرطان خطر هم زیاتوي. په ځانګړي ډول په هغو ښځو کي چي په کم عُمر کښي په دې عادت اخته سوي وي.

– کافی او مناسب خوب کول
د خوب کمی د روغتیا له پاره ډېر خطرناک دی. د خوب له کمي څخه د سینې سرطان خطر زیاتېږي. یوه څېړنه ښيي چي کم خوبي په ښځو کښي سرطان زېږوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي