سیاست له نړۍ

ډونالډ ټرمپ ته د سناتور بیرني سنډرز سپکې سپورې

لیکنه: غازي عابد

ژباړه: غازي عابد

بیرني سنډرز غواړي امریکایانو ته ښکاره کړي چې د امریکا راتلونکې ولسمشریز انتخابات د هغه هیواد لپاره په اوسني عصر کې خورا مهم دي.

نوموړي تازه له SiriusXM Progress رسنۍ سره په مرکه کې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه سخت او پارونکې څرګندونې کړي.

سنډرز ویلي؛ موږ اوسمهال داسې ولسمشر لرو چې بې حده دروغ ویونکی او نامناسب شخص دی، داسې شخص چې تر اوسه د دروغو او رښتیا ترمنځ په توپیر هم نه پوهیږي.

ښاغلی سنډرز په ۲۰۱۶ م کال کې د ډیموکراټانو له خوا ولسمشر انتخاباتو ته نوماند و، چې د ګوند د داخلي انتخاباتو په پایله کې د امریکا بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن ترې مخکې شوه او له جمهوریت غوښتونکو ګوند له غوره شوي نوماند ډونالډ ټرمپ سره د ډیموکراتانو له خوا ټاکنو ته ودریده.

سنډرز وايي، ټرمپ هره ورځ دروغ وايي او اوس یې په دې وروستیو ورځو کې د خپلو متحدینو په منځ کې ښکاره درواغ خپاره کړي چې ډیموکراټان، کډوال له تاوتریخوالي ډک بولي.

سنډرز زیاتوي؛ ټرمپ ښکنځلمار دی، هوايي خبرې کوونکی او مذهبي افراطي دی.

سنډرز په وینا؛ ټرمپ د هغه څه کولو کوښښ کوي چې موږ امریکا په خپل اوسني تاریخ کې نه دي لیدلي، ټرمپ د رایو د اخیستو لپاره امریکایان له یو بل نه حتا بیلوي، هغه امریکایان چې یو بل سره اساسي یووالی لري.

نوموړی د خپلو نیوکو په دوام کې وايي؛ ټرمپ کوښښ چې موږ له هندوراز نه ډیره کرکه پیدا کړو، هغه خلک چې له جنوبي زون څخه په سلو ګونو مایله لري دي، موږ باید له لاتینیانو کرکه ولرو او موږ باید له هغو خلکو نه کرکه ولرو چې هغه سپین پوستي نه وي، چې په حقیقت کې دا ډیره لړزونکې، د شرم وړ او بدترینه کار دی.

هندورزا د مرکزي امریکا یو جمهوریت دی او لاتین په امریکا اصطلاح ده او هغو خلکو ته کارول کیږي چې لاتیني امریکا سره کلتوري اړخونه لري.

سنډرز ویلي، امریکایان باید په یاد ولري چې څلور کاله وړاندې ټاکنې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو کمزورې وې او بده رایه ورکوونه وه، چې پایلې یې ډیرې په حیرانونکې ډول سره د خندا وړ وې.

د ښاغلي سنډرز په خبره په حقیقت کې د امریکا اوسنی نوی نسل نن ورځ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ښه پرمختګپال نسل دی. دوی ښو مفکورو لرونکي دي، نو باید کوښښ وکړي داسې خلک وټاکي، چې ددوی د فکرونو استازولي وکړي.

دی په ټاکنو کې په برخه اخیستو او دقت ټینګار کوي او وايي چې ځوان خلک باید په شا نه شي، بلکې دوی باید بیلونرانو ته اجازه ورنه کړي چې د هغوی ژوند راتلونکی ښه والی نامعلوم کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد