بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند کلتور او هنر

ناوې لپاره د سمینټو له بوجیو نوې جوړې شوې جامې

په چین کې یوه سړي د مېرمنو لپاره د واده نوی ماډل لباس تیار کړی چې د سمینټو له بوجیو به جوړیږي.

واده د انساني ژوند تر ټولو مهمه مرحله ده چې د خوښیو او یادګارونو ډکې شېبې ورسره تړلې وي.

هر څوک خوښوي چې په خپل واده کې دې ښه، ښایسته، نوي ماډل او قیمتي جامې واغوندي او ځان تر نورو ډېر ښکلي وښيي.

په واده کې مېرمنې تر نارینؤ زیاتې قیمتي او ښکلې جامې تیاروي او اغوندي یې.

خو دا ځل یوه چینایي د ناوې ګانو یا د واده مېرمنو لپاره نوې کالي ډیزاین کړي دي، دا چې مېرمنې به یې خوښي کړي او کنه بېله خبره ده خو په ټولنیزه مېډیا کې یې لیدونکي جوړېدو ته حیران دي.

دغه کالي د یوه اوسیدونکي لي لي تان جوړ کړي دي، لي لي تان ۲۸ کلن دی او د چین په دیهات کې اوسیږي.

تان په دې جامو کې تقریبا ۴۰ بوجۍ ګانې کارولي.

رسنۍ وایي، لي لي تان یو کروندګر دی، خو د یوه نوښت ګر ذهن څښتن دی، د هغو مېرمنو لپاره چې په واده او کوژدنو کې د نوي او جالب کمیسونو د اغوستلو هېله مندې دي دغه کالي جوړي کړي چې په ټولنیزه مېډیا کې یې زیات لیدونکي پيدا کړي دي.

د معلوماتو له مخې، لي لي تان په کور کې تعمیراتي کارونه روان وه او خالي د سیمنټو بوجۍ ګانې زیاتې شوې وې چې د بل هېڅ کار لپاره ترې کار نشو اخیستلی، بلاخره یې ترې د واده د مېرمنو لپاره لباس جوړ کړ.

جالبه داده چې تان دغه کالي په درې ساعتونو کې جوړ کړي، خو وایي د کالیو دغه ډیزاین یې د فیشن په یوه مجله کې لیدلی و.

د ۴۰ بوجۍ ګانو څخه جوړ شوي کاليو اغوستل لي لي تان له خپل کوره شروع کړي، چې يې خپل مېرمنې ته وراغوستي دي او ویډیو یې په ټولنیزه مېډیا کې ډېره خپره شوه.
خو لی تان وایي فکر یې نه کاوه چې ددومره خلکو فکر به ځانته واړوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی