افغانستان رسنۍ سیاست مخکښان

د سیما ثمر ناویلې؛ دلته یې د ژوند کیسه او د سیاستوالو په اړه یې تبصرې ولولئ

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون ریسه مېرمن سیما ثمر د ښځینه وو په کچه د افغانستان له ترټولو مطرحو څېرو څخه ده.

ولسمشرغني په یوه بهرني کنفرانس کې ویلي و، چې د مېرمن ثمر د ولسمشرۍ هیله لا لري.

مېرمن ثمر د بل هر افغان سیاستوال/ سیاستوالې په شان له مثبتو او منفي قضاوتونو سره مخ ده.

دلته به یې د ژوند د کیسې ترڅنګ نظریاتو او هم هغو تبصرو ته نظر واچوو، چې دا یې د نورو سیاستوالو په اړه لري.

سیما ثمر واده شوې ده
د دې په اړه اوازه وه، چې واده یې نه دی کړی، خو مېرمن ثمر د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې وویل: زه واده لرم، د ژوند ملګری مې ژوندی دی، یو زوی او یوه لور هم لرو.

هغې د کورنۍ د غړو په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

آغلې ثمر څه باندې ۶۰ کاله عمر لري، د غزني په جاغوري کې زیږیدلې، خو په هلمند کې د پلار د ماموریت له کبله هلته لویه شوې او تر دولسمه یې زده کړې پکې کړي.

هغه وایي: پخوانی او اوسنی هلمند خورا فرق کوي، د ظاهر شاه پر وخت تر دولسمه موږ نجونو او هلکانو په یوه ټولګي کې زده کړې کړي.

د طب ډاکټره ده
مېرمن ثمر په هلمند کې د لېسې تر زده کړو وروسته کابل ته راغلې او دلته له طب پوهنځي فارغه ده.

وایي د زده کړو پر وخت شوخه، خو لایقه نجلۍ وه.

د ثور ۷ مه یانې د خلق دیموکراتیک ګوند لخوا پر داودخان کودتا هغه د خپل ژوند ټولو نه بده پېښه ګڼي.

وایي محصله وه، چې کودتا پیل شوه، د شپې وېریده او سترګې یې نه دي پټې کړي.

مرستیاله ولسمشره
د مېرمن سیما ثمر په اړه د هغې د مخالفینو ادعا دا ده، چې د شعله یانو( چین پلوه کمونیستانو) او دغه راز د راوا په نوم ښځو ته د خورا حقونو د مدافع نړیوال سازمان غړې وه.

د هغې د تېر سیاسي ژوند په اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي، خو دا وایي پاکستان ته کډواله شوې او هلته یې افغان کډوالو ته روغتیایي خدمتونه کړي.

مېرمن ثمر د طالب واکمنۍ له سقوط څخه وروسته په موقت حکومت کې د حامد کرزي مرستیاله او د ښځو چارو لومړنۍ وزیره وه.

دې ترهغې وروسته، چې له پخوانیو جهادي مشرانو سره یې سیاسي مخالفتونه رامنځته شول، ولسمشر کرزي د بشري حقونو د خپلواک کمیسون ریسه وټاکله.

مېرمن ثمر څه باندې ۱۵ کاله کیږي، چې د دغه کمیسون ریاست کوي.

ولسمشري د زورورو په مرسته کیږي
سیما ثمر وایي له خپلې دندې په دې راضي ده، چې د مظلومانو دفاع کوي.

هغه وایي ولسمشرۍ ته ځکه نه ده کاندیده شوې، چې مجبوره ده بیا د زورورو څنګ ونیسي.

د دې ترڅنګ زیاتوي، چې په دې اړه به راتلونکي کې پریکړه کوي.

کرزی او غني یو ډول دي


سیما ثمر په یاده تلویزوني خپرونه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو په اړه وپوښتل شوه.

هغې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په اړه وویل، چې باحوصلې سړی و.

دې د دې ادعا رد وکړ، چې ګواکې کرزی تنبل سړی و، خو وایي هغسې فوق العاده کار یې ونه کړ، چې تمه یې وه.

د فوټبال د مشهورې لوبغاړې خالده پوپلزۍ د هغې افشاګرۍ ستاینه یې وکړه، چې په فوټبال فدراسیون کې د نجونو د جنسي ځورونو په اړه کړې.

د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل په اړه سیما ثمر وویل، چې کامیابه سیاستواله وه او د کډوالو له حقونو په دفاع سره یې افغانانو ته هم خیر رسولی.

د ولسمشر غني په اړه آغلې ثمر وویل، چې د ځینو لویو ملي مسایلو په حل کې یې رویه کامیابه نه وه.

هغې د کرزي او غني د پرتلنې په برخه کې وویل، چې دواړو سره له کار کولو راضي ده او دواړو د بشري حقونو له کمیسون سره پوره همکاري کړې ده.

له حکمتیار سره په الوتکه کې ملاقات


سیما ثمر، چې په وینا یې د الوتکې په بزنس یا تجارتي کلاس کې معمولا سفر کوي؛ وایي د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره یې په لومړي او یوازیني ځل په الوتکه کې لنډ ملاقات شوی.

دا، چې د حکمتیار له منتقدینو ده او هغه له خلکو څخه د بښنې غوښتو پوروړی ګڼي، وایي په الوتکه کې د مخامخیدو پر وخت هغه ورسره ستړي مه شي وکړه.

د هغې په وینا په دې لنډ ملاقات کې سیاسي خبرې نه دي شوي.

نارینه له خپلو ښځو راته شکایت کوي
مېرمن ثمر ردوي، چې ګواکې د بشري حقونو کمیسون یوازې ښځو ته کار کوي.

د دې په وینا دوی د ښځو د حقونو د تامین لپاره د هڅو ترڅنګ د ملکي تلفاتو او بې عدالتیو په اړه هم څېړنې کړي او غږ پورته کوي.

هغه وایي: څو نارینه وو هم زموږ کمیسون ته له خپلو ښځو شکایت کړی.

عطا د عبدالله غاښونه نه شي غورځولی
سیما ثمر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا یو چا ته لفظي خبرداری هم بشري نقض دی کنه؟
وویل: هو!

تردې پوښتنې وروسته وپوښتل شو، چې اجرایه ریس ډاکټرعبدالله ورته د عطامحمد نور له هغه خبرداري شکایت کړی کنه، چې ویلي یې وو: د ده غاښونه به وغورځوم.
د سیما ثمر ځواب دا و: عبدالله ځکه شکایت ونه کړ، چې پوهیده څوک یې غاښونه نه شي غورځولای.

د نورو پوښتنو ځوابونه
ثمر وایي په ژوند کې له ستړیاوو نه ده نهیلې شوې.
وایي قانون ماتونه یې نه وریادیږي، تور بانجان هم خوښوي، شتمنه نه ده او جنګ سالار هغه څوک ګڼي، چې د شخصي ګټو لپاره ټوپک کاروي.

دا هم وایی، چې دفتر کې یې شپه نه ده کړې، د ځوانۍ راز یې زیات کار کول دي او سویس د نړۍ ټولو نه ښکلی هېواد ګڼي.

د صادقه سیاستوال په اړه یې ځواب دا دی، چې وایي خپله یم.

هغه د هېواد دننه بامیان ټولو نه ښکلی ښار یادوي.

په موسمونو کې پسرلی او په خوړو کې ترکاري د سیما ثمر خوښیږي.

هغه د آرایشو په اړه ادعا لري، چې نه یې کوي.

پر سیما ثمر تورونه


د ثمر مخالفین هغه په شدیده قوم پالنه او تبعیض تورنوي.
د دوی په وینا ثمر د بشري حقونو کمیسون خپل اړوند قوم ( هزاره) ته ځانګړی کړی او د دغه قوم له جنګي مجرمینو سره هم خواخوږي لري.
خو هغې دا تورونه رد کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي