بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

پر ځان باور څه ته وايي او څنګه یې پیدا کړو؟

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

هر انسان له نورو خپل ځان ډېر ښه پیژني، هر چاته خپلې نیمګړیتاوې زر معلومیږي، نو د همدې له امله یو شمېر کسان بیا په خپل ځان بې باوره وي.

پر ځان باور څه ته وايي؟
په ځان باور کوم خارجي عامل نه دى چې موږ یې پخپل وجود کې وارد کړو او پر مټ یې خپل کردار ته بدلون ورکړو، بلکې دا یو داخلي صنعت دى چې پۀ تدریجي توګه د انسان فطرت کې وده کوي.

د ځان باور لپاره داسې فکر ولرئ:
– که مالداره یا پیسداره نه یې څه فرق کوي، ډېر خلک غریب دي.

– که روغتیا نه لرئ، مهمه نه ده، یو شمېر خلک د بدن غړي نه لري خو بیا هم خوشاله ژوند تیروي.

– که ښکلې څیره نه لرې، ښه برخورد وکړه، داسې کارونه وکړه چې له څیرې سره دې نه، بلکې له کړنو سره دې نورو خلک مینه ولري.

– که ځوان نه یې، دا دې اندیښنې خبره نه ده، ټول خلک له زړښت سره مخ کیږي.

– که عالي زده کړې نه لرې، نو له کم سواد سره هم کولای شي ښه ژوند وکړې.

– که سیاسي قدرت او مقام نه لرې، داسې خلک هم شته چې په کور و کلي کې ساده ژوند یې له ډېرو سیاست پوهانو ښه ده.

دا کړنې مو په ځان بې باوره کوي:
– د مهارتونو نه زده کول.
– له هر څه ډار لرل.
– نورو سره ځان تړل.
– تصمیم نه نیول.
– په ژوند کې هدف نه لرل.
– منفي فکر کول.

هغه کسان چې په خان باور لري دا کارونه کوي:
– له هر څه مخکې خپل ځان پیژني.
– خپل ځان او نورو خلکو ته ارزښت ورکوي.
– خپلې نمیګړتیاوې په بهانو نه پټوي، بلکې کې د حل لپاره یې هڅه کوي.
– په خپلو وړتیاوو باور لري، په ډېرې راحتۍ سره یې نورو ته ښکاره کوي.
– په پوره ځواک عمل کوي.
– په ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون کوي.
– په خپل استعداد ویاړي.
– څوک یې چې تعریف کوي، دا خبره یې زړه منې چې ریښتیا هم زه داسې یم.
– نورو سره په ډېرو خو الفاظو خبرې کوي.
– د بې ځایه انديښنو پر ځای، مثبت فکر کوي.
– د خپل ځان لپاره ژوند کوي.
– د عزت، قدرت او شخصیت په معنا پوهیږي.
– له نورو ځان نه پټوي.
– د خبرو پر وخت کې نورو ته ښه قناعت ورکوي.

منبع: بیتوته

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي