پر ځان باور – هغه څه چې تړلې دروازې پرانیزي

د تبت د بیلتونپالو د مشر دلاۍ لاما له خولې یوه مشهوره خبره ده:

” یو څوک په خپل وجود او توان کې د شته ظرفیت او پر ځان د باور په درک کولو کولی شي، یوه ښه نړۍ جوړه کړي.“

په ځان باور يا self confidence له هغو ځانګړنو څخه شمېرل کيږي چې د يوه سالم او بریالي انسان په وجود کې يې موندلی شو.

که غواړئ چې مغز مو په نورمال حالت فعاليت وکړي او د سالمو انسانانو په ډله کې راشئ نو په ځان باور مو زيات کړئ.

په ځان باور انسان ته د الوت وزرې ورکوي اوپر مټ يې هڅه کوي چې خپلو ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره له هر ډول ستونزمن حالت سره مبارزه وکړي.

نامتو هالینډې انځور ګر ونسان ون گوگ، تقریباً یوسلو اویا کاله مخکې پر ځان او خپله وړتیا د باور په اړه یو خبره کړې چې لا هم لکه دده د انځورونو په څېر ژوندۍ او مشهوره ده.

نوموړې به ویل:

” که چیرې مو خپل ذهن کې دا غږ واورید چې ته انځورګري نه شې کولی، بیا نو هر څنګه چې کیږي انځورګري وکړه، ځکه له دې سره به ستا دننه دا غږ خپله خاموشه شي.“

په ځان باور تاسې ته دا درزده کوي چې څنګه هغه څه ممکن کړئ چې نورو ته يې کول ناشوني يا ستونزمن ښکاري.

د لوړ مورال درلودونکي يوازې موخې نه ټاکي بلکې خپل ځان لپاره موخو ته د رسېدو لارې چارې هم برابروي او هڅه کوي چې له بل هر وخت څخه زيات په خپل وجود کې مثبته انرژي پيدا کړي.

که غواړئ چې پر ځان باور مو زيات شي اوبريالي شئ نو هڅه وکړئ چې ستونزو سره د مخامخ کېدو پر مهال د ستونزو پر حل فکر وکړئ.

مه پرېږدئ چې ستونزې مو مورال تر هغې اندازې کمزوری کړي چې ځان ترې خلاص نه شئ کړی.

يوشمېر خلک سترې هيلې لري او هغه مهال يې لوی او شتمن کسان ګڼلی شو چې د خپلو هيلو د پوره کيدو او خوبونو د ريښتيا کېدو لپاره اقدام وکړي، او پر ځان د دوی د باور له کچې د دوی د بریا اټکل کیدای شي.

هغوی چې باور لري کولی شي، خو هغوی چې پر خپلو وړتیاوو باور نه لري کیدای شي ښې طرحې او اهداف ذهن کې ولري، خو پر ځان بې باوري یې مخکې تګ ته نه پریږدي.

پر ځان باور لرونکې هغه کسان دي چې د ماتې او شاته تګ په نامه څه نه پېژني، د هرې بندې دروازې تر شاه ځانته د وتلو او هدف ته د رسېدو يوه دريڅه لټوي او پر خپلو مثبتو فکرونو د بندو دروازو پولادين ځنځيرونه ماتوي، په خپل وجود کې ويره وژني او ويرې ته د يوې افسانې په سترګه ګوري. دوی بلاخره هغو مقصدونو ته رسيږي چې په پيل کې يې د يو خوب په بڼه ذهن کې ځای درلود.

بريالي کسان د فرصتونو په تمه نه وي بلکه فرصتونه لټوي او پر وړاندې يې اقدام کوي، د فرصتونو د سکروټو په ذريعه د ويرې جرړې سېزي او په خپله لاره کې د هر خنډ سره مبارزه کوي او ځان له پرون نه لا پیاوړی احساسوي.

په ځان باور او جرات د برياليو کسانو هغه ځانګړنه ده چې له نورو خلکو يې متفاوته کړي او د همدې ځانګړنې له مخې هر فرصت څخه د ځان په ګټه کار اخلي او د ځان تابع يې ګرځوي.

فرصتونه هغه سارانۍ کوترې دي چې که يو وار مو د ژوند پر بام کيناستې او درنه والوتې نو بيا هيڅکله هم د دويم ځل لپاره خواته نه درځي.

هڅه وکړئ له فرصتونو استفاده وکړئ او په پوره باور او جرات يې هر کلی وکړئ، ځانته د دې تلقين ورکړئ چې هرو مرو بريالي کيږئ او خپل مقصد ته رسيږئ، له وهمونو او منفي فکرونو زړه پاک کړئ دا به مو د بريا په لور لومړنی اخيستل شوی ګام وي.

بريالي او زړور خلک له موره بريالي او قوي نه دي زېږېدلي دوی په بيا بيا هڅو او په ځان باور او له وريرې نه تيښتې – بريالي کړي.

هڅه وکړئ له خيال بافۍ ځان لرې کړئ که پکې ژور لاړ شئ خامخا مو په ځان کې ډوبوي.

خيالي نړۍ مو د ونې پر يو خاښ پورې غوټه کړئ چې باد يې له ځانه سره يوسي.

تاسې هم بريالي يئ ډير ژر به شتمن شئ او د سترو کسانو ډله کې به لومړنی کس او له بل هر چا مخکې وئ خو په دې شرط چې له فرصتونو شاته نه شئ، ويره په ځان کې ووژنئ او د جرأت ماڼۍ مو په وجود کې جوړه کړئ.

About تورپیکۍ غرنۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې 8 Articles
تورپیکۍ غرنۍ کابل میشته لیکواله او ژورنالیسته ده- په یاران کې یې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق خپله له لیکوالې او یاران ادارې سره خوندې دی.