سپورټ کورنی کرکټ وزش او تمرین

افغان کرکټ بورډ د تیزو بالرانو په لټه کې شو 

د افغانستان کرکټ بورډ د خپلو تیزو بالرانو د کرکټ څخه په وروسته کیدو او په نړیوالو لوبو کې د فاسټ یا تیز بالینګ د سقوط سره مخ کیدو خطر سره مخ دی.

 د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر حمید حسن د کلونو راهیسې د ملي لوبډلې څخه کډه کړې، چې ورسره شاپور ځدران هم د کرکټ څخه په وروسته کیدو کې ښکاري.

 د ملي لوبډلې سره د تیز بالینګ په برخه کې یواځې دولت ځدران پاتې، چې په وروستیو کې د تمریناتو پر مهال د ټپي کیدو له کبله یې لار جدا کړه او افغان لوبډله په تش میدان پاتې شوه.

 افغان لوبډله د دولت ځدران په نشتون کې د بنګله دیش خلاف په ۲۰ اوریزه او هندوستان خلاف په ټیسټ تاریخي سیالۍ کې د تیز بالرانو د کمښت سره مخ وه او پر ځای یې د کمې تجربې تیز بالرانو ته لوبډله احتیاج شوه.

د کرکټ ملي لوبډلې د تیز بالینګ سقوط سره د مخ کیدو په حالت کې افغان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د هېواد په ټولو زونونو کې به د تیزو بالرانو د را پیدا کیدو په موخه د لوبغاړو څخه ازموینه واخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، هغه لوبغاړي، چې عمرونه یې د ۱۸ څخه تر ۲۲ کلونو پورې وي، په دغه ازموینه کې دې ګډون وکړي.

 د معلوماتو له مخې د بوسټ زون ازموینه د روانې جون په ۲۴مه د کندهار په کرکټ اکیډمي کې، د مس عینک زون ازموینه د جون په ۲۷مه په خوست کرکټ اکیډميکې، د امو زون ازموینه د جولاي میاشتې په لمړۍ نیټه په کندز کرکټ اکیډمي کې، د سپین غر زون ازموینه د جولاي په ۴مه په ختیځ کرکټ اکیډمي کې، د کابل زون ازموینه د جولاي په ۷مه ایوبي کرکټ اکیډمي کې او د بندا امیر زون ازموینه به د جولای په ۸مه نیټه ایوبي کرکټ اکاډمۍ کې واخیستل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی