ټولنیز ژوند کلتور او هنر

نارینه ولې دویم ودونه کوي، لومړۍ مېرمنې څه باید وکړي؟

لیکنه: بشر درویش
اعلان

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

یو افغاني ټولنه ده او بل په ټوله کې انساني ټولنه؛ په دواړو کې تر یوه د نارینه وو زیات ودونه متفاوت لاملونه لري.

د افغاني ټولنې لاملونه
– په ماشومتوب کې هلکانو ته د نجونو په نوم او بیا یې ورته ودول.
– د جبري ودونو نورې بڼې لکه: په بدو کې د نجونو ورکول، د ولور په بدل کې د نجونو ورکړه او نور ګڼ موارد.
– د کورنۍ غړو ته د وفات شویو غړو د زیات عمره یا نا خوښو کونډو ودول.
– په ټوله کې پخپله خوښه او د یو بل د نا معادلو نجونو او هلکانو ودول.

عمومي لاملونه
تر یوه د زیاتو ودونو کول ګڼ عمومي لاملونه هم لري.
افغاني ټولنه په دې برخه کې د خپلو خاصو لاملونو ترڅنګ له دغو عمومي لاملونو هم متاثره دي.
په عمومي لاملونو کې دا موارد د یادونې وړ دي.

رواني ستونزې
رواني ستونزې یو لوی بحث دی؛ کیدای شي دا ستونزې له پخوا نه واده کړی هلک ولري یا هم له واده وروسته ورته پیدا شي.

دا ستونزې ممکن د واده له وجې هم وي او له دې پرته پخوا نه هم موجودې وي.

یو واده کړی هلک کیدای شي پخوا نه رواني تکلیف ولري خو واده نه وروسته یې تکلیف د واده د اجباري توب او ګډ ژوند د بې خوندۍ له کبله تکلیف لا زیات شي.

دا ستونزې په خاصه توګه هغه مهال شدت مومي، چې د واده کړي او واده شوې ترمنځ د واده د فلسفې خلاف کومه عاطفي اړیکه رامنځته نه شي او برعکس د تقابل لاره غوره کړي.

د مېرمنې سوړ مزاج
طبي څېړنو ښودلې، چې دویم واده ته د نارینه وو د مجبوریدو یو بل لوی دلیل د لومړۍ مېرمنې سوړ مزاجي ده.

هغه مېرمنې، چې ګډ ژوند یې په ناخوښۍ سره پیل شوی وي او د ژوند ملګري سره یې ډېر طبیعت نه جوړیږي، ورته لازمه ده چې خپل سوړ مزاج بدل او د ګډ ژوند ملګری ځانته جذب کړي.

د مېرمنو بده ګوزاره
که مېرمنې په ګډ ژوند کې د لازمې ګوزارې وړتیا ونه لري، یانې د ژوند د ملګري، د هغه د کورنۍ او اصولو په اړه سم ونه پوهیږي، د نورو ښیګڼو د لرلو باوجود بیا هم د ژوند د ملګري له پامه لویږي.

په افغاني ټولنه کې د دویمو ودونو یو لوی دلیل همدا ضد و ضد بازۍ دي؛ اینګور د خواښې بدې راشي، زوی پرې بلې ښځې ته مجبوروي او په دې ډول کورنی ماحول او ګډ ژوند یې لا پسې تریخوي.

د اسلامي روایاتو پلمه کول
یوه لویه برخه نارینه په افغاني ټولنه کې دویم، درېیم او حتا څلورم ودونه د سیالۍ شریکۍ په نوم کوي.

دوی دغه کار ته اسلامي روایات پلمه کوي او وایي اسلام د څلورو مېرمنو لرل روا کړي.

په دې کې شک نشته، چې اسلام څلور ودونه نارینه وو ته روا کړي، خو دومره ودونو ته یې خاص شرایط ټاکلي.

په دې شرایطو کې ترټولو مهم یې په جنسي، اقتصادي او عادلانه توګه ټولو مېرمنو ته رسیده ګي ده.

مېرمنې څه وکړي؟
د دویمو ودونو مخنیوی په مطلق ډول ممکن نه دی؛ ځکه د ځینو مېرمنو بې اولادي، زړښت او نور لاملونه سبب کیږي چې د ژوند ملګري یې خامخا بل واده وکړي.
خو مېرمنې په ځینو نورو هڅو کولای شي په نسبي ډول خپل کور ته د بنو د راتګ مخه ونیسي.

– د ژوند ملګري او کورنۍ سره یې باید له ممکنو لارو عاطفي اړیکې ټینګې کړي او په ښه ډول یې خوشاله وساتي.

– د ژوند ملګري جنسي، عاطفي او نورو غوښتنو ته د رسیدګۍ لپاره دې لازم کوشش وکړي، نه دې پریږدي چې له بې غورۍ نه یې د ژوند د ملګري سترګې نورو ته واوړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي