سپورټ نړیوال کرکټ

سریلنکا دوهم ملینګا پیدا کړ

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

لاسیت مالینګا،هغه نوم چې په اوریدو یې سړي ته د کریکټ پر میدان د توپ اچونې خاص انداز ورښیي، ببر خړ رنګ ویښتان یې سترګو ته ودریږي، خو دا سړی به اوس بیخي کم د کریکټ پر لوبغالي د مینوالو تر سترګو شي.

نوموړي دوه اونۍ مخکې له یو ورځینیو لوبو سره مخه ښه وکړه،د څو میاشتو لپاره، خو تر ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام پورې به شل اوریز فارمټ کې ولوبیږي او ممکن تر هغې وروسته د تل لپاره له کریکټ لوبې سره مخه ښه وکړي.

images.jpeg-1.jpg
وایی؛د باز خونه نه بې بازه کیږي، اوس سریلنکایان خوشال دي، داسې چې، یو ملینګا ولاړ خو بل یې پیدا کړ.

دا څوک دی او څنګه د ملینګا په شاته کیدو دی د خلکو تر سترګو شو؟

ځوان چټک توپ اچونکی، نوان توشارا د سریلنکا له کورني سینهالیس سپورټس کلب لپاره لوبیږي، چې د توپ اچونې منډه (رن آپ)او هم یې د توپ اچونې انداز ملینګا ته ورته دي. توشارا له یو کوچني ښارګوټي له خپلو ملګرو سره کریکټ پیل کړی، چې بیا کلب لیول کریکټ کې ولوبیده،خو دا وخت د مرکز کولمبو کلب لپاره په کورنیو لوبو کې لوبیږي.

images.jpeg-3.jpg
اوس نو ملینګا دې ځوان کریکټ لوبغاړي ته د خپل توپ اچونې د انداز روزنه ورکوي، ملینګا انډیا ایکسپرېس ته ویلي:

“هغه ما پخوا لیدلی او اوس هم،زه ده ته کریکټ روزنه ورکوم،دی ښه اینده لري.”
په خپله توشارا هم دا نه مني،چې نوموړي دې له ملینګا کاپي اخیستې وي بلکې وایي:
“ما له ماشومتوبه په همدې انداز کې توپ اچونه کوله،کله چې ما پر ټینس بال له ملګرو سره کریکټ کاو، هغه وخت مې همدا سټایل و.دا درسته نه ده،چې خلک دې وایي ما دې له چا کاپي اخیستې وي.”

په هره موضوع د هر فرد نظر مختلف وي،آن تر دې چې دوه وروڼه هم سره په یو نظر نه شي کیدای.

Nuwan-Thushara-1.jpg
توشارا اوس په کوچني ملینګا(لیټل ملینګا)مشهور دی،ځینې یې د ملینګا کاپي بولي،ځینې یې د ملینګا ځای ناستی ګڼي،خو د ملینګا مینوال پرې د ده تنده ماتوي.

دا وخت نوان توشارا د سریلنکا کورني کریکټ چټک ځوان توپ اچونکی دی،چې خلک یې د کوچني ملینګا په نوم پیژني.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی