افغانستان سیاست

مجددي ومړ؛ د ژوند لوړې- ژورې یې دا وې

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان مشهور سیاستوال، جهادي مشر او د ډاکټر نجیب تر حکومت وروسته لومړنی مجاهد ولسمشر پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي تېره شپه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

دلته به یې ژوند لیک او د ژوند لوړې- ژورې درسره شریک کړو:

مجددي څوک و؟
هغه د حضرت میا محمد معصوم مجددي زوی او په کال ۱۳۰۵ د کابل په شوربازار سیمه کې دې نړۍ ته راغلی و.
د هغه کورنۍ سلسله مشهور عارف او عالم امام رباني ته رسیږي.

af.shafaqna.com :د صبغت الله مجددي یو پخوانی انځور چې له چپ لوري اول نفر پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم ورسره دی

صبغت الله”المجددي” د کابل د حبیبې لېسې تر لوستو وروسته د مصر په الازهر پوهنتون کې د حقوقو او اسلامي فقې لیسانس واخیست.

دی په ۱۳۳۱کابل ته ستون او د کابل پوهنتون، عربي دارالعلوم او د ښوونکو د روزنې د موسسې استاد شو.

دی په ۱۳۳۸ د صدراعظم داودخان په امر د حکومت د تخریب په تور زنداني او نیږدې ۵ کاله بندي و.

مجددي د شاهي رژیم له ړنګیدو او د داودخان له واکمنیدو سره سعودي او بیا ډنمارک ته لاړ.

دی ترکمونیستي کودتا وروسته پاکستان ته لاړ او له هغه ځایه یې د جهاد ملتیا پیل کړه.

د جهاد په کلونو کې یې د ملي اسلامي نجات د جبهې په نوم تنظیم رهبري کاوه.

دی په ۱۳۸۶ کې د مجاهدینو د عبوري حکومت ( په پاکستان کې د افغان مجاهدینو له هېواده بهر حکومت) مشر وټاکل شو. همدا شان د ډاکټرنجیب د حکومت تر سقوط وروسته دی د موقت حکومت مشر و.

مجددي ۱۳۸۶ کې د مجاهدینو د عبوري حکومت مشر ټاکل شوی و

د طالب واکمنۍ تر سقوط وروسته مجددي په ۱۳۸۲ کې د اساسي قانون د لویې جرګې رییس او ترهغې وروسته د پخلاینې او منازعاتو د حل د ملي کمیسون ریس و.

په ۱۳۸۴ کې د مشرانو جرګې انتصابي سناتور او بیا د همدې جرګې ریس شو.

ترهغې وروسته ناروغ و، ډېر کم رسنیز کیده او په سیاسي فعالیتونو کې څرګندیده.

هېره دې نه وي، چې دی له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د مشورتي لویې جرګې ریس او د تړون سرسخت مدافع و، خو تېرکال یې په دې کار پښیماني وښوده.

مجددي د کرزي د حکومت پر وخت د هغه نیږدې ملاتړی او د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې د اوسني ولسمشر ډاکترغني پلوی و.

شخصي ژوند
مجددي پر دري، پښتو، عربي، اردو او انګلیسي ژبو خبرې کولای شوې.
هغه ۶ اولادونه لري، چې تر ټولو مشهور یې د کابل پخوانی والي او د ملي نجات د جبهې سرپرست ډاکټر نجیب الله مجددي دی.

د مجددي په اړه عام قضاوتونه
– مجددي معتدل او منځ لاری، شوخ مزاجه، طناز او پر خلکو ګران جهادي مشر و.

– مجددي د اسلام او روحانیت په نوم د تمدن او پرمختګ خنډ و.

– مجددي د جهاد پر وخت هم یوه ډله روښانفکران پر ځان ټول کړي او د افراطي تنظیمونو له شره یې ساتل.

– مجددي او کورنۍ یې له پخوا ان د غازي امان الله خان له وخته د مترقي نظامونو د ځپلو لپاره د انګریزانو خدمت کړی.

– مجددي پرچوکۍ سخت مېن او معامله ګر و، ده دوستم ته د خپل زوی او خالد بن ولید لقب ورکړی و، خو وروسته یې جنګ سالار، کمونیست او له اسلامه وتی بللی.

af.shafaqna.com  .د مجاهدینو دوره؛ حامد کرزی او صبغت الله مجددي

— مجددي مصلح، خیرخواه او با تدبیره سړی و، جنګ یې بد ایسیده او په تنظیمي جنګونو کې ښکېل نه شو.

– مجددي د مجاهدینو د لومړني ولسمشر په حیث د بیت المال د چور او لیلام امر کړی و.

– مجددي له امریکا سره پر امنیتي تړون معامله وکړه، ان د نه لاسلیک له کبله یې مخکیني ولسمشر کرزي ته ګواښ وکړ، چې هېواد نه به هجرت وکړي، مګر وروسته روسانو سره یو لاس او پر تړون یې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

له دې ټولو سره مجددي د تصوف د طریقې او روحاني اغېز له مخې د افغانستان په مختلفو سیمو کې ګڼ ارادتمندان لرل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي