کلتور او هنر نړۍ

ګوګل زیاتو لټول شوي ودونه؛ پاکستان په کې وروسته پاتې او هند مخکې تللی

اعلان

روان کال ۲۰۱۸ ته که د ودونو د کال نوم ورکړل شي شاید غلط به نه وي ځکه په دې کال کې په زیات شمېر مشهورو کسانو او ستورو خپلې اړيکې په ودونو بدلې کړي.

د لټون د مشهورې پاڼې ګوګل د معلوماتو له مخې د انګلیستان د شاهي کورنۍ د شهزاده هیري او امریکایې فلم ستورې میګهن مارکل له واده وروسته په دغه کال کې ډېر لټول شوی او لیدل شوی واده د بالیوډ د لوبغاړې او ښکلا سیالۍ د پخوانۍ ملکۍ پریانکا چوپړا او امریکایې سندرغاړي نک جونز دی.

ګوګل وایي، په ۲۰۱۸ کال کې زیات ودونه شوي خو د دوی دواړو واده زیات خلکو پلټلی او خوښ کړی دی.

د دغه سرچ انجن د معلومات پربنسټ، د ودونو په دغه نوملړ کې د شهزاده هیري او فلم لوبغاړې میګهن مارکل واده په لومړي سر کې دی چې د مئ په میاشت کې یې سره اړېکه په واده بدله شوه.

د شهزاده هیري او میګهن مارکل د واده تصویرونه هم په ټولنیزه مېډيا خپاره شوه وه چې زیات لیدل شوي او ستایل شوي ول. د ګوګل په وینا خلکو په دویم نمبر کې د پریانکا چوپړاو نک جونز واده ډېر لټولی دی.

هیري او مارکل

د دوې دواړو واده په ۲ د ډسمبر باندې د هندوستان په جودهپور کې هم د هندوستان په رسم او رواج سره او هم په عیسوي کلتور سره وشو.

په دې نوملړ کې دریم نوم د برتانیه د ملکې الزابت د لور شهزادګۍ یوجین دی چې په ۱۲ د اکټوبر یې جیک بروکس بینک سره واده وکړ.

څلورم نمبر کې ډېر لټول شوی واده د یوه امریکا موډل او تیټو جوړونکی کیټ وون دی چې روان کال جون میاشت کې یې د رکن رافیل سره واده وکړ.

په همدغه کال کې د ودونو په لړ کې د بالیوډ مشهورې جوړې ډپیکا پډوکون او رنویر سنګهـ هم واده وکړ. ګوګل وایي د دغو دواړو جوړه هم د لټول شویو ودونو په نوملړ کې په پنځم نمبر کې ځای لري.

دوی دواړو تېره میاشت نومبر کې د ایټالیا هېواد په یوه ښکلي ځای کې واده وکړ چې تصویرونه یې پر ټولنیزه میډیا خپاره شول.

سره له دې چې زیاتو پاکستاني اداکارانو هم روان کال ودونه کړي خو ګوګل وایي چې یو یې هم ډېر نه دی لټول شوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی