سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

سکاټلینډ د افغان لوبډلې کوربه توب ته ټټر وهلی

د کرکټ دویمې درجې غړي هېواد سکاټلینډ په راتلونکي ۲۰۱۹ م کال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د دوه ۵۰ اوریزه سیالیو د کوربه توب خبر کره کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا ویب پاڼې ((ICC-Cricket.com د راپور له د سکاټلینډ کرکټ بورډ د افغانستان خلاف راتلونکې مۍ میاشت کې دوه یو ورځینۍ لوبې ته چمتوالی ښودلی.

د معلوماتو له مخې د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالي د مۍ میاشتې په ۸ مه او دویمه سیالي به په ۱۰ مه نېټه ترسره شي.

سکاټلینډی کرکټ بورډ داسې مهال د خپلې لوبډلې لپاره د افغانستان خلاف د سیالیو خبر ورکوي، چې په تیره نوامبر میاشت کې یې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې خلاف هم د دوه ۵۰ اوریزه سیالیو خبر ورکړ.

د افغانستان خلاف د دواړو لوبو د ترسره کیدو وروسته به کوربه سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډله د مۍ میاشتې په ۱۸ مه او ۲۱ مه نېټو سره دوه نورې لوبې ترسره کړي.

افغانستان او سکاټلینډ د روان کال په لمړیو کې هم د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې مخامخ شول، چې پکې سکاټلینډ د افغان لوبډلې خلاف په ۷ ویکټو سره بریا خپله کړه، خو له هغې وړاندې افغان لوبډلې په ۲۰۱۵ م کال کې د کرکټ نړیوال جام او ۲۰۱۶ م کال کې سکاټلینډ ته په سفر کې دوه بریاوې خپلې کړې وې.

افغان کرکټ بورډ هم د خپلې ملي لوبډلې لپاره د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو وروسته د نړیوال جام سیالیو ته د تیاریو خبره بار بار کړي، چې تر دې مهاله یې هیڅ کوم سیالي نه ده ترسره کړې، خو یواځې په دې وروستیو کې یې د ایرلینډ خلاف په راتلونکې مارچ میاشت کې د یو شمیر لوبو خبر ورکړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی