بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

په کسب او کار کې د برياليتوب په اړه د نړۍ د مشرانو ښکلې ويناوې

اعلان

ژباړه: محمد عزيز پردېس

په کسب او کار کې د برياليتوب او پرمختګ لپاره مخکې له پانګې، پوهې، تجربې، وسايلو او امکاناتو څخه غښتلې او پياوړې ارادې ته اړتيا ده. داسې اراده چې هېڅ ډول ماته يې مخه ډب نکړي.

په دې ليکنه به د کار او کسب په اړه د نړۍ د مختلفو مشرانو الهام بښوونکې خبرې له تاسو سره شريکې کړو، ويې لولئ او د خپل کار په پرمختګ کې ترې ګټه پورته کړئ.

۱) ريچارډ برانسون: ځان مو د ستونزو سره مخ کړئ.
ريچارډ برانسون په دې باور دی چې د ده تر ټولو غوره محرک، د ستونزو سره د هغه مخامخېدل دي. هغه ژوند ته د يو پوهنتون په سترګه ګوري، هغه ځای چې هره ورځ پکې کولی شو نوي څه زده کړو.

۲) هنري فورډ: په خپل ځان مو باور ولرئ.
هنري فورډ يوه مشهوره جمله لري: څه چې فکر وکړو کولی شو او څه چې فکر وکړو نه يې شو کولی؛ په دواړو حالتونو کې حق موږ سره دی. بايد باور ولرو چې کولی شو او له مختلفو خنډونو څخه به خلاص شو. که باور ونلرئ، نو يواځې به بهانې لټوئ.

۳) ډېوېډ کرپ: ليدلوری ولرئ.
د ټامبلر شرکت بنسټ ايښودونکی او مدير ډېوېډ کرپ په دې باور دی چې کارآفرينان بايد د ځانونو لپاره ليدلوري ولري او د يوڅه د رامنځ ته کولو يا جوړولو لپاره بايدغوښتونکی واوسئ. د ليدلوري لرل مو بايد خپل عادت وګرځوئ.

۴) ريچارډ هاروک: د پانګې د ډېرېدو لپاره برنامه جوړ کړئ.
ريچارډ هاروک چې خپله هم پو پانګوال دی د هغه کسانو لپاره چې تازه يې کار او بار پيل کړی وي، داسې وايي: د سرمايې د ډېرېدو لپاره چې څه ډول فکر کوئ، له هغې هم سخت کار دی؛ نو هڅه وکړئ چې برنامه ورته جوړه کړئ.

۵) رايان اليس: موخې مو وپېژنئ.
د ايکنتټکټ بنسټ ايښودونکی رايان اليس په دې باور دی او وايي: په ذهن کې تل د موخو ياد ساتل موږ دې ته هڅوي چې د مخکې تګ لپاره ګام پورته کړو. موخې مو تنظيم کړئ او هره ورځ يې ځان ته په ياد راولئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی