بریا او پرمختګ ګټه وټه

هغه ټکي چې د یوې کامیابې سوداګرۍ لپاره مهم دي

لیکنه: ياران

ژباړن: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ هغه کار ترسره کړئ، چې ورسره مینه لرئ
ټاکل شوې ده، چې د یوه کار د پیلولو له پاره او په یوې بریالۍ سوداګرۍ باندې د بدلولو لپاره هغه کار ته ډېره انرژي او وخت ځانګړی کړئ، نو له دې امله ډېره مهمه ده، چې واقعاً د هغه له ترسره کولو څخه خوند واخلئ.

۲ ـــ هغه مهال نوی کار پیل کړئ، چې لا هم په پخواني کار کې یاست
تر کومه وخته پورې کولای شئ بې پیسو ژوند وکړئ؟ نه ډېر زیات! ښایي ډېر وخت ونیسي، چې نوی کار مو رونق پیدا کړي او ستاسو لپاره ګټه وکړي. کله چې له پخواني کار سره په هم مهالې توګه نوی کار پیل کړئ او تنخوا ولرئ، نو کولای شئ، چې په ډېرې آسانۍ سره د ژوند لګښتونه پوره کړئ.

۳ ـــ په یوازې توګه یې پیل کړئ
د یوې نوې سوداګرۍ د پیلولو لپاره، یوې ملاتړې ډلې ته اړتیا لرئ، د کورنۍ یو غړی او یا یو دوست مو کولای شي، تاسو ته ښې نظریې او مشورې درکړي او په زړه خوږي توګه ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي، حتا کولای شئ، له یوه کارپوه څخه مرسته وغواړئ، کله چې غواړئ، یو نوی کار پیل کړئ، نو یو کار پوه لارښود به له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي.

۴ ـــ لومړی خپل مشتري پیدا کړئ
نباید صبر وکړئ، ترڅو خپل کار په رسمي توګه پیل کړئ او وروسته مشتري جذب کړئ، ځکه ستاسو کار به بې مشتري پاتې نه شي. له پیلولو مخکې اړینې اړیکې ټینګې کړئ او خپل محصولات او خدمات بېلابېلو افرادو ته ور وپېژنئ.

۵ ـــ یو کاري پروګرام جوړ کړئ
د یوه کاري پروګرام د لرلو لپاره اصلي دلیل دادی‎، چې له تاسو سره مرسته کوي، چې د هغه کار لپاره به ډېر وخت او ډېر لګښت ورنکړئ، چې نه بریالی کېږي. په یاد مو وي، چې د هرې کاري نظریې له پاره، چې په ذهن کې مو تېرېږي، یو بشپړ پروګرام طرحه کړئ، له کار څخه یوه بشپړه طرحه هم بسنه کوي.

۶ ـــ تخصصي مرسته وغواړئ
له بلې خوا، یوازې په دې دلیل، چې غواړئ، کوم کار پیل کړئ، په دې مانا نه ده، چې په هر څه کې متخصص او په کار پوه یاست. که چېرې حسابدار یا کتابدار نه یاست، نو باید یو کس وګمارئ، که چېرې باید یو قرارداد ولیکئ او وکیل نه یاست، یو وکیل ونیسئ. د دې لپاره، کوم کارونه، چې پکې تخصص نه لرئ او ترسره یې کړئ، نو ډېر وخت به ولګوئ او ډېر زیات لګښت به ورکړئ.

۷ ـــ څېړنه وکړئ
د یوه کاري پروګرام د جوړولو لپاره، باید په اړه یې په کافي اندازه څېړنه وکړئ، خو دا یوازې یو پیل دی. کله چې غواړئ، یو نوی کار پیل کړئ، نو باید په هغه صنعت، محصولاتو او خدماتو کې استاد شئ، کولای شئ، مخکې تردې چې کار پیل کړئ، په هغې څانګې پورې اړوند په بل ځای کې کار وکړئ.

۸ ـــ اړینه پانګه لاسته راوړئ
که چېرې اړینه وي، پس انداز وکړئ، خپل مالیاتي پروګرام په ډېرې ځیرکۍ سره بررسي کړئ. دا تمه مه لرئ، چې د یوه کار د پیلولو له پاره، کله چې بانک ته ننوځئ، اړینې پیسې را واخلئ او را بهر شئ، هغه کسان، چې کاري پور ورکوي، له نویو نظریو او ( آیډیاوو ) څخه هرکلی نه کوي او له سابقې پرته سوداګرۍ سره مینه او لېوالتیا نه لري.

۹ ـــ له همغې شروع څخه یې مسلکي پیل کړئ
خلک باید پوه شي، چې ستاسو او د کار په اړه مو هرڅه مسلکي دي، یانې د یوې سوداګرۍ لپاره، ټول اړین څیزونه، لکه: ویزیټ کارت، د ټیلیفون شمېره او د برېښنا لیک پته ولرئ او له خلکو سره مسلکي او مؤدبانه چلند وکړئ.

۱۰ ـــ قانوني او مالیاتي مسایلو ته په چټکۍ سره رسیده ګي وکړئ
آیا اړینه ده، چې کار مو ثبت کړئ؟ آیا اړینه ده، چې کارمندان یا کارګران مو بیمه کړئ؟ شرکت مو څنګه؟ کوم کار مو چې ټاکلی دی، ستاسو په مالیاتي موقعیت باندې څه اغېزه کوي؟ د خپلو قانوني او مالیاتي مسؤولیتونو په اړه ډېره مطالعه وکړئ او پر بنسټ یې چلند وکړئ.

د پورته یاد شویو ټکو علمي کول، د دې سبب ګرځي، چې ستاسو لپاره کار کول آسانه او ساده شي او له ډېر کم اروایي فشار سره به مل وي.

تاسو د هغو کسانو لپاره څه سپارښتنې لرئ، چې غواړي، یو نوی کار پیل کړي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران