اقتصاد

ساویتري جیندال؛ د هند تر ټولو شتمنه مېرمن

د ټولنې او کورنۍ په اقتصاد کې د ښځو له ونډې سترګې نه شي پټېداى، خو په افغانستان کې بيا د ټولنې او کورنۍ د اقتصاد ټول بار د نارينه وو پر اوږو دى. په کورنۍ کې که يو او که لس وي، نارينه مجبور دي چې له خوړو را نيولې د ژوند تر ټولو اړتياوو پر خپله غاړه واخلي.

په نورو ټولنو کې داسې نه دي، په دغو ټولنو کې ښځې هم د نارينه وو په څېر په اقتصادي فعاليتونو بوختې دي او شخصي مليکتونه لري. د لوى افغانستان ختيځ ګاونډى هند داسې مېرمنې لري چې ميلياردرانې دي.

میرمن ساویتري جیندال په ۲۰۱۰ کاله د هندوستان د هریانه ایالت د برېښنا وزیره پاتې شوې ده. سره له دې چې نوموړې ته شتمني له مېړه څخه پاتې ده، خو د دې له فعاليتونو هم سترګې نه شي پټېداى.

د ساويتري جيندال مېړه په ۲۰۰۵ زېږديز کال کې د الوتکې د را لوېدو په پېښه کې مړ شو او له هغه وروسته سمدلاسه د جيندال کمپنۍ مشره شوه.

ساویتري د سوداګريزو او توليدي بوختياوو ترڅنګ سیاسي فعاله هم پاتې شوې، خو اصلي بوختيا يې (O.P. Jindal Group) کمپنۍ چې د بریښنا او اوسپنې په برخو کې فعالیت لري او په هند کې د مهمو کمپنيو له ډلې ده مشري وه خو اوس يې مشري پرې اېښې ده. ساویتري په نوموړي کمپنۍ کې بېلابېلې دندې ترسره کړې، په هره برخه کې یې کار کړی چې ور سره د پام وړ لاسته راوړنې هم لرلې دي. د دې ترڅنګ یې په یو شمیر نورو کمپنیو کې هم په بېلا بېلو پوستونو دندې ترسره کړې دي. ساویتري د هندوستان د فعالو او کارنده مېرمنو په ډله کې هم هسک نوم لري او تر ډېره د دغه هېواد د مېرمنو لپاره ايډيال مېرمن ده.

که څه هم اوسمهال ساویتري د کمپنۍ له مشرۍ لاس په سر شوې او کارونه یې خپلو زامنو ته پریښي؛ خو بیا یې هم په مشورتي او نورو څانګو کې پوره مرسته کوي، په کارونو کې برخه اخلي، له خپلو تجربو د کمپنۍ د لا پراختیا لپاره استفاده کوي. ساویتري په هریانه حکومت کې د خپل وزارت پر مهال مهمې لاسته راوړنې درلودې، ښه پرمختګونه یې را منځ ته کړل او د نوموړي ایالت خلکو ته یې د بریښنا په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې وې. هغه تل په خدمت تاکید کوي او وايي چې په ځان کې نورو ته د خدمت کولو روحیه روزل هغه څه دي چې نه یوازې خپله انسان ته نېکمرغه ژوند ور په برخه کوي بلکه درسته ټولنه ورسره هوسا کیږي، پرمختګونه رامنځته کیږي او په ټوله کې د ټولو ژوند خوندور کوي. هغه د خدمت پر بنسټ پر روزنې سخت ټینګار کوي او په دې باوره ده چې هغه خوند له دې لارې تر لاسه کیدلی شي په بل هېڅ چاره کې هسې نه شي احساسېدلی.

ساویتري اقتصاد د بشریت د لومړنۍ فطري غوښتنې په توګه مطرح کوي او وايي تر هغې چې د خلکو په دسترخوان کې بدلون را منځ ته نه شي د نورو بدلونونو منلو ته به په سختۍ غاړه کیږدي. هغه د خپل وزارت پر مهال تل په ایالتي کابینه کې د اقتصادي پروژو او فرصتونو رامنځ ته کولو باندې ټینګار کاوه او د داسې طرحو سخته پلوۍ پاتې شوې. ساویتري د خپلو دندو پر مهال په ډیر صداقت کار کړی چې تل ورڅخه په ډېر ویاړ یادونه کوي.

د فوربس د ۲۰۱۳ کال د شمېرو پر بنسټ ساویتری جیندال د ۷،۶ میلیارده ډالرو په لرلو په نړۍ کې ۱۵۵ ام او په ټوله کې په هندوستان کې ۷ شتمنه ده؛ خو په نومړي هېواد کې د مېرمنو په ډله کې تر ټولو شتمنه ده. اوسمهال کونډه ده، ۹ بچیان یې دي او ۶۳ کاله عمر لري. په هندوستان کې اوسي او د تېر کال په شمیرو کې د میلیاردرانو تر منځ ۸۰ مه وه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */