سیاست نړۍ

سعودي پاچا له خپلو دوو طلايي زینو سره جاپان ته رسیدلی

سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د خپل زر کسیز هییت، د الوتکې له دوو طلايي زینو ، سل لیموزین موټرو او شا او خوا شپږ الوتکو سره جاپان ته د څلور ورځني سفر په مخه رسیدلی دی.

سلمان بن عبدالعزیز چې په ۲۰۱۵ م کال کې د خپل ورور له مرګ وروسته د سعودي پاچا شو، د څو اسیايي هیوادونو په سفر وتلی او غواړي د سیمې له یو شمیر هیوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

څیړونکي وايي، دا د سعودي چارواکو هغه هڅه ده چې غواړي له تیلو پرته د سعودي د اقتصادي اډانې لپاره نورې لارې چارې هم ومومي.

پاچا سلمان اندونیزیا ته له نهه ورځني سفر وروسته جاپان ته ځي چیرې چې نوموړي او هییت له ځان سره ۴۵۹ ټنه بار وړی و.

نوموړی به ددې اسیايي چکر په ترڅ کې چین او مالدیف ته هم ولاړ شي.

راپورونه وايي، چې د توکیو په تر ټولو عصري هوټلونو کې د عرب پاچا سره د ملګري هییت لپاره ۱۲۰۰ عصري خونې نیول شوي دي.

د لیموزین موټرو د یو اوږد کتار فرمایش هم ورکړل شوی چې د عرب پاچا کاروان د توکیو په کوڅو او سړکونو کې بدرګه کړي. همدارنګه د پاچا سلمان لپاره له الوتکې څخه د ښکته کیدو او الوتکې ته د پورته کیدو لپاره له سرو زرو څخه دوه جوړوې شوې زینې هم هم جاپان ته وړل شوي دي.

سعودي جاپان ته د تیلو تر ټولو لوی صادرونکی دی. خو سعودي پاچا غواړي له جاپانیانو سره د تیلو پرته د تولیداتو او نورې اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. دا ځکه چې په نړۍ کې د تیلو د بیو غورځیدو سعودي عربستان په کور دننه د یو اقتصادي بحران خواته روان کړی دی.

ټایمز اونیزې خبر ورکړی چې سعودي عربستان د خپلې اقتصادي پیاوړتیا لپاره همدارنګه په کور دننه په مکه مکرمه کې ځینې ودانیزې چارې هم پیل کړي. دوی غواړي یو شمیر لروغوني اسلامي ځایونه ونړوي او په دې توګه د مکې مکرمې شا او خوا ساحه پراخه کړي څو هر کال تر څوارلسو میلونو حاجیان ځای کړی شي چې په دې توګه د سعودي له اقتصاد سره مرسته وکړي. تیر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د حج او عمرې د ادا کولو لپاره اونیم میلونه مسلمانان سعودي عربستان ته ورغلي.

د لرغونو اسلامي ودانیو په برخه کې د اسلام د لومړي خلیفه د کور په ساحه هم د سعودي نوې پراختیايي نقشه راغلي چې د ځینو خلکو انتقادونه یې راپارولي دي.

سعودي پاچا په ۲۰۱۴ م کال کې چې کله ولیعهد و هم جاپان ته سفر کړی و. د جاپان چارواکو ویلي توکیو غواړي چې د ریاض ملاتړ وکړي.

د جاپان د وزیرانو د شورا مشر ویلي، دوی غواړي چې له سعودي پاچا سره د ودې پر کړنلارې او همدارنګه د سعودي لپاره تر ۲۰۳۰ م کال پورې د جاپان د لرلید په نوم په پروژې چې ودانیز، اقتصادي او پرمختیايي چارې په کې شاملې دي خبرې او بحثونه وکړي.

سعودي پاچا د جاپان له لومړدي وزیر شینزو ابي سره هم کتلي. ابي ویلي له سعودي پاچا سره یې د هغې څیړنې په اړه موافقه کړې چې معلومه کړي ایا جاپان په سعودي کې ځانګړی اقتصادي زون رامنځ ته کړي او که نه.

ددې اقتصادي زون معنی به دا وي چې سعودي به جاپاني کمپنیو ته مالیه او ګمرکي لګښت معاف کوي څو هغوی په جاپان کې پراخ تاسیسات جوړ کړي او په دې هیواد کې پانګونه وکړي.

جاپاني رسنیو ویلي، ددې هیواد د موټر جوړونې لویه کمپنۍ ټویټا دا مهال په سعودي عربستان کې د موټر جوړونې د تاسیساتو پر جوړولو غور کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */