نړۍ

عربستان د «حلالې ډیسکو» جوړیدل بیرته منع کړل

لیکنه: صادق طارق

سعودي عربستان اعلان کړی، چې د «وایټ» په نوم د هغه شپني نڅا کلب د پرانیستل کیدو اجازه یې بیرته لغوه کړې، چې توند غبرګونونه یې پارولي وو.

د نڅا دا مرکز د «وایټ» په نوم د شپنیو نڅاوو د کلبونو مشهور نړیوال شرکت جوړاوه.

د دغه شرکت مرکزي دفتر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې دی.

دغه شرکت غوښتل، چې په لومړي ځل د سعوي عربستان په جدې ښار کې د شپنیو نڅاوو کلب جوړ کړي.

د امریکایي سندرغاړي کنسرت

ټاکل شوې وه، چې د یاد شوي کلب د پرانیستې په مراسمو کې د امریکا مشهور سندرغاړی ني ـ یو کنسرت وړاندې کړي.

دغه سندرغاړي پرخپلې انسټګرام پاڼې لیکلي، چې د کنسرت له لغوه کیدو په سعودي عربستان کې خبر شوی.

د ده په وینا دی سعودي ته رسیدلی او کنسرت ته یې لازم چمتووالی نیولی و.

نوموړي د سعودي عربستان د چارواکو پر یادې پریکړې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

حلاله ډیسکو او غبرګونونه

په عربستان کې د دغې ډیسکو د پيلیدو په اړه هم په کور دننه او هم د باندې ګڼ غبرګونونه وښودل شول.

د ډیسکو جوړونکي شرکت ویلي و، چې د نڅا په دغه شپني کلب کې به یوازې نڅا وي او د شراب څښلو امکانات او اجازه به نه وي.

خو دا خبره د ځینو خوښه شوې وه او ځینو یې بیا هم سخت مخالفت کاوه.

د سعودي عربستان خلک په ټولنیزو رسنیو کې د دې موضوع په اړه پر ملاتړې او مخالفې برخې وېشل شوي وو.

ملاتړو ویل، چې ښه ده دا کلب باید جوړ شي، خو مخالفینو یې د سعودي عربستان مذهبي سابقې او مقام ته په کتو سره د دغه کار سخت مخالفت کاوه.

دا بحثونه یوازې تر سعودي عربستانه پورې محدود نه پاتې نه شول؛ په نورو هېوادونو او له هغې ډلې په افغانستان کې هم دا موضوع د بحث په یوه تاوده اړخ بدل شول.

دلته خلکو تر ډېره د دغه کار مخالفت کاوه او ځینو خو لا د طنز په ډول لیکل، چې نور به سعودي ته د حج کولو پر ځای خلک د حلالې ډیسکو لیدو او نڅاوو ته ځي.

د حکومت پریکړه

له اوږدو اعتراضونو وروسته په سعودي عربستان کې لومړی د یاد شوي پرانیستل کیدونکي کلب انسټګرام پاڼه وتړل شوه او بیا د دغه هېواد د سرګرمۍ او تفریح سازمان په یوه اعلامیه کې د کلب د نه پرانیستل کیدو اعلان وکړ.

د دغه سازمان په وینا دوی د کلب پرانیستونکو ته د یوې بلې تفریحي برنامې جواز ورکړی و، خو دوی ورڅخه په ناسمې استفادې د نڅا کلب جوړول غوښتل.

د حلالې ډیسکو په اړه د یاران وېب پاڼې دا لیکنه هم ولولئ.

https://yaraan.com/halala-disko/

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق