اقتصاد ټولنیزې مسالې ژوند بڼه

د جامو سعودي ډيزاینرې ګرځنده پلورنځی پیل کړ

یوې سعودي ډیزاینرې په دې هیواد کې د جامو د ډیزاین او دکاندارۍ په کاروبار کې نوی ګام ایښي او د خپلو ډیزاین کړو جامو یو ګرځنده دکان یې ډیزاین کړی دی . نوموړې غواړي په دې ګرځنده دکان کې هغه تورې چپنې چې د خلیج د هیوادونو ښځې یې ډیرې اغوندي وپلوري.

د منار الراوي په نوم دا ډیزاینره وايي، دا چې له دودیزې دوکاندارۍ څخه یې ګرځنده دکاندارۍ ته مخه کړه علت یې پر هغو دوو ستونزو بریالي کیدل دي چې سعودي ښځې ورسره مخ دي . نوموړې ویلي:

” ښځې عموما دودیزو دکانونو او مغازو ته په رسیدو کې ستونزې لري او بل کافي وخت هم نه لري. نو دا ګرځنده پلورنځۍ به هغوی ته کورونو ته ورشي.“

نوموړې وايي، هغه شعار چې د خپل دې پلورنځي لپاره یې ټاکلی ” ستاسو چپن ستاسو د کور په وره کې “ دی .

منار وايي، دا ډول دکانداري هم د ښځو محرمیت ساتي چې سعودي ټولنه کې پرې ډیر ټینګار کیږي او هم هغوی د خپلې خوښې ډیزاینونه انتخابولی شي.

هغه وايي چې ددې ګرځنده کاروبار لپاره د لارۍ موټر په ډیزاینولو یې میاشتې وخت تیر کړی او کافي لګښت یې پرې کړی دی.

نور په یاران کې:

دوامداره ناسته له سګریت څکولو هم مضره ده
سریدیوي وايي خپلې دوه لوڼې راته تر بل هر کار مهمې دي
د ويښتو پالنې په اړه څلور پوښتنې چې باید په ځواب یې پوه شئ
ازاد بازار او نامشروع سوداګري
د حزب اسلامي په اړه اشتباه مه كوئ ـ حقپال

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */