کلتور او هنر له نړۍ

د سعودي پر سینما، د لومړي ځل لپاره د بالیووډ فلم روښانه کیږي

وروسته له هغې چې سعودي عربستان حکومت په وروستیو کې خپلو خلکو ته ازادي ورکړه او په همدغه دوران کې يې پر سینما ګانو هم خپل بندیز ختم کړ، نو د اکشي کمار فلم به د باليووډ لومړی فلم وي چې د سعوي عربستان په سینما ګانو ښکاره کیږي او لیدونکي به ولري.

په زحمت کښلو د مشهور فلمي ستوري اکشي کمار فلم (ګولډ) په سعودي عربستان کې لومړی بالیووډ فلم دی چې د دغه هېواد پر سینما ګانو به روښانه شي.

اکشي کمار په سعودي عربستان کې د خپل فلم (ګولډ) په تړاوو خبر خپله ورکړی او پر خپل ټوئټر پاڼه لیکلي ( ډېر د خوشحالۍ احساس کوي او ډېره خوشحالوونکي خبره ده چې د بالیوډ لومړی فلم چې د سعودي پر سینما به روښانه شي زما فلم دی)

ګولډ فلم وړمه ورځ په سعودي عربستان کې د نمایش لپاره وړانديز شوی و.

د اکشي کمار دغه فلم (ګولډ) د فلم لارښود ریما کاغتي په لارښوونه جوړ شوی او په کې اکشي کمار او موني رائی مرکزي رول لوبولی دی.

د فلم کیسه
ددغه کیسه په ۱۹۸۴ کال کې د هندوستان په هغه هاکي ټيم برابره شوې چې سره د ډېرو ستونزو بیا هم د برطانیه په اولمپیک سیالیو کې د سرو سزرو مډال ګټي او هېواد ته افتخار راوړي.

په همدغه فلم کې اکشي کمار د هاکي له ټیم سره د روزونکي یا کوچ رول لوبولی چې ورسره مرکزي رول کې موني رائي ده.

د یادولو ده چې روان کال په مارچ کې ۳۵ کاله وروسته د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده بن سلمان په شتون کې د ځينو ازادیو په لړۍ کې په سینما لګیدلی بندیز هم ختم کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی