ځوانان او زده کړې د افغانستان پوهنتونونه

د سرپل د لوړو زده کړو موسسه

اعلان

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.

د سرپل د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې کېښودل شوه چې په لومړي سر کې یې یوازې یو پوهنځی (ښوونه او روزنه) درلود. دغه پوهنځي هغه وخت یوازې دوه ډېپارټمنټونه (ریاضي- فزیک او کیمیا- بیالوژي) درلودل چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې دوه نور ډېپارټمنټونه ( ازبکي او انګلسي ادبیات) هم ور زیات شول. د سرپل د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل محمد عارف خلیلي وایي، اړتیا ته په کتو یې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د دغه موسسې په چوکاټ کې د جیولوژي او معدن پوهنځی هم پرانیست چې په ټوله کې اوس د سرپل د لوړو زده کړو موسسه دوه پوهنځي ( ښوونه او روزنه او جیولوژي او معدن) لري.

د سرپل د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دا چې د سرپل ۸۰ سلنه خلک پر کرنه بوخت دي او خپلې ورځنۍ اړتیاوې هم د کرنیزو توکو په وسیله پوره کوي، نو په دغه ولایت کې د کرنې پوهنځی یوه جدي اړتیا بلل کېږي. دی وایي، تازه یې د لوړو زده کړو وزارت ته په دغه موسسه کې د کرنې د پوهنځي وړاندیز سپارلی دی، تر څو وکولی شي په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ورته دغه پوهنځی هم منظور شي. ښاغلی خلیلي وایي، تر ډېره یې د دغه پوهنځي د منظورۍ کارونه مخ ته وړي دي چې دوه ډېپارټمنټونه ( اګرانومي او باغداري) به ولري.

د ښاغلي خلیلي په خبره، د سرپل د لوړو زده کړو موسسه او سمهال ۷۲۸ تنه برحاله محصلین لري او اوس تازه ۴۷۳ نوي محصلین د ۱۳۹۶ لمریز کال د کانکور پروسې له لارې ورته معرفي شوي دي چې ټول ۱۲۰۱ محصلین کېږي. د موسسې رییس وایي، په دې ډله کې ۴۰۱ تنه یې ښځینه محصلینې دي. دی وایي، هر کال لږ تر لږه په شته دوو پوهنځیو کې له ۴۹۰ تر ۵۰۰ پورې نوي محصلین جذبوي.

د ښاغلي پوهنمل محمد عارف خلیلي په خبره، د سرپل د لوړو زده کړو موسسې تر اوسه پورې درې دورې محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي. دی وایي، لومړۍ دوره محصلین په ۱۳۹۴ لمریز کال، دویمه په ۱۳۹۵ لمریز کال او درېیمه به هم سږ (۱۳۹۷) لمریز کال فارغ کړي چې په دې کې دوې دورې د ښوونې او روزنې او یوه دوره هم د جیولوژي او معدن له پوهنځي څخه فارغ شوي دي. ښاغلی خلیلي وایي، د ټولو فارغ شویو محصلینو شمېر یې ۵۲۰ تنو ته رسېږي.

د سرپل د لوړو زده کړو موسسې د ازموینې صحنه

د سرپل د لوړو زده کړو موسسه ټول ۳۲ کادري غړي لري چې له دې ډله یې ۴ ښځینه استادانې دي. د موسسې د رییس په خبره، درې استادان یې تازه له ماسټرۍ پروګرام څخه را ستانه شوي او دوولس نور یې په کور دننه او بهر هېوادونو کې پر ماسټرۍ اخیستو بوخت دي چې د دې پروګرام په بشپړېدو سره به یې د ماسټر استادانو شمېر ۱۵ ته ورسېږي. دی وایي، تازه یې درې تنه نور استادان په روسیه کې د مساټرۍ په پروګرام کې د شامېلېدو لپاره ور پېژندلي دي چې په نږدې راتلونکې کې به یې عملاً درسونه پیل شي. پوهنمل محمد عارف خلیلي وایی، په دې موسسه کې ۲۷ تنه نور کار کوونکي لري چې ۱۷ تنه یې اداري او پاتې نور یې خداماتي کار کوونکي دي. د موسسې رییس وایي، د ځای او استادانو د کمښت له کبله دوی اړ دي چې خپلو محصلینو ته د ورځې په اوږدو کې په دوو ټایمونو کې تدریس وکړي. دی وایي، یوه ډله محصلین د سهار له ۸ تر ۱۱ او بله ډله بیا د ماسپښین له یوې د مازدیګر تر څلور بجو پورې درس وایي.

پوهنمل خلیلي وایي، د سرپل د لوړو زده کړو موسسه یو کتابتون لري، خو مجهز نه شي ورته ویلی. دی وایي، دغه کتابتون چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته جوړ شوی دی، اوسمهال په کې لږ تر لږه ۴۵۰۰ جلده کتابونه لري او تر یوې کچې پورې د محصلینو ستونزې هوارولی شي، خو که یې له بهرنیو او یا د هېواد د نورو پوهنتونونو سره پرتله کړو، بیا نو ډېر پرمختللی کتابتون نه شو ورته ویلی، ځکه د یوې موسسې یا پوهنتون د کتابتون لپاره ۴۵۰۰ او یا ۵۰۰۰ کتابونه ډېر کم دي او ان په نشت حسابېږي. پوهنمل خلیلي وایي، د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته په دې وروستیو کې یو لابراتوار هم جوړ شوی دی او یو څه اندازه د اړتیا وړ مواد هم ورته رسېدلي دي، خو که په دې برخه کې ورسره یو څه نوره مرسته هم وشي، نو لاس بري به شي.

د سرپل د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، په پیل کې دوی خپلې اداري او تدریسي چارې د سرپل د تربیه معلم په ودانۍ کې مخ ته وړې چې له هغه وروسته د نړیوال بانک په مرسته ورته یوه تدریسي ودانۍ جوړه شوې ده چې څلور پوړونه لري. دی وایي، همدا اوس ۴۰۰ د لیلیې په شرایطو برابر محصلین لري، خو دا چې د لیلیې ودانۍ نه لري، نو په میاشتني ډول ورته نغدې پیسې ورکول کېږي او محصلینو په بازار کې د ځان لپاره کوټې نیولې دي. ښاغلی خلیلي وایي، د لیلیې د ودانۍ جوړېدو غوښتنه یې لوړو زده کړو وزارت ته سپارلې ده چې راتلونکی کال به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

د سرپل د لوړو زده کړو موسسې لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکم لږ تر لږه ۶۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د سرپل پوهنتون په نوم ثبت شوې ده چې اوسمهال یې د احاطې چارې روانې دي او د جیولوژي معدن پوهنځي د ودانۍ له جوړېدو سره به یې یو ځای چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس وایي، د دې پروژې له پای ته رسېدو وروسته به یې راتلونکی پلان دا وي چې د نجونو او هلکانو دواړو لپاره ځانګړې لیلیې جوړې کړي.

د سرپل د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، د اداري تشکیل او پوهنځیو په زیاتېدو سره یې کېدای شي ستونزې او غوښتنې هم زیاتې شي، خو اوسمهال هم دوی له یو لړ جدي ستونزو سره مخ دي. دی وایي، دا چې دا موسسه له بازار څخه لږ تر لږه اووه کیلومتره لرې ده، نو هغه محصلین چې له لرې پرتو ولایتونو څخه راغلي، تر بازاره ورته تګ راتګ یو څه سخت دی او په دې وروستیو کې له امنیتي ستونزو سره هم مخ دي. دده په خبره، که هر څومره ژر ورته د لیلیې د ودانۍ غم وخوړل شي، ستونزه به یې هم ژر ورسره حل شي. د ښاغلي خلیلي په خبره، بله جدي ستونزه یې د څښاک د اوبو ده چې د موسسې په ساحه کې اوبه په سختۍ پیدا کېږي او که پیدا هم شي، تروشې دي. د دې ترڅنګ د سرپل د لوړو زده کړو موسسې په احاطه کې یو لوی خوړ تېر شوی چې هم پکې د پله او هم پکې د استنادي دېوالونو د جوړېدو اړتیا ده، څو د پوهنتون اړوند ځمکه له تخریب څخه وژغورل شي. د کتابتون مجهز کېدل، د جومات او سپورټي میدانونو جوړېدل هغه اړتیاوې دي چې اوسمهال یې د سرپل د لوړو زده کړو موسسه لري. پوهنمل خلیلي له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. د خلیلي په وینا، د لوړو زده کړو د دې موسسې او پر پوهنتون د بدلېدو لپاره ګڼ پلانونه په لاس کې لري چې هر یو به یې پر خپل وخت عملي کړي، څو وکولی شي سرپل ولایت هم د یوه مجهز او پرمختللي پوهنتون درلودونکی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.