کلتور او هنر

د سیف علي خان لور سارا علي خان هيله لري چې رنبیر کپور سره واده وکړي!

د هندوستانۍ سېنما د کشر نواب خان سیف علي خان لور سارا علي خان وایي، که د واده پرېکړه کوي نو واده به یې د بالیوډ د مشهور هیرو رنبیر کپور سره کیږي.

رنبیر کپور د هندۍ سېنما مشهور ستوری دی چې تر اوسه یې په زیات شمېر فلمونه بازار ته وړاندې کړي دي چې ډېری یې د کامیابو فلمونو په قطار کې دي.
خو بل لورته سارا علي خان د فلم په نړۍ کې زیات وخت نه کیږي تر اوسه سارا علي خان او رنبیر جوړه کوم فلم هم نه لري.

د بالیوډ د کشر خان سیف علي خان لور سارا علي خان د رنبیر کپور سره د واده لپاره هېله منده ده.

د هندوستانیو رسنیو د خبر له مخې، د هندۍ سېنما د مشهور پروډيوسر او فلم لارښود کرن جوهر په ټلویزیوني پروګرام (کافي ود کرن) کې فلم ستوري سیف علي خان او د هغه لور سارا علي خان دعوت کړي وه.
تر اوسه د دغه پروګرام یوازې پرمو (لنډې برخې) خپرې شوي.

د کافي ود کرن د ټلویزیوني پروګرام کوربه کرن جوهر د اداکارې سارا علي خان څخه د واده په تړاو پوښتنه کوي، په ځواب کې سارا وایي که وغواړي چې واده وکړي نو رنبیر کپور سره به یې کوي، خو کورنۍ دوستي به یې د بل فلم لوبغاړي کارتیک اریان سره وي.

کرن جوهر د سیف علي خان څخه پوښتنه کوي د لور لخوا خوښ شوي هلک څخه کومې درې پوښتنې کوي؟
چې ځواب کې سیف علي خان وایي، دا به ورڅخه د سیاست، د نشه یې توکو د عادت او پېسو په تړاوو پوښتنې وکړي چې لور یې سارا علي خان په کټ کټ خاندي او پلار ته وایي چې پیسو په تړاؤ پوښتنه دې ناسمه ده.

د یادولو ده چې سارا علي خان د فلم (کیدار ناتهـ) په واسطه خپل فلمي ژوند پيل کړي خو د فلم کیسه د ځينو خلکو لخو د سختو نیوکو سره مخ شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی