سارا علي خان: ښه دی چې مور او پلار مې سره جلا شوي

د بالیوډ د کشري خان سیف علي خان لور او هندۍ سېنما ځوانه فلم ستورې چې تازه تازه د فلم نړۍ ته راغلې، وايي د خپلې مور او پلار په جداوالي تر اوسه هم خوښه ده.

سارا علي خان تر دې مهاله په دوو فلمونو کې کار کړی خو په دغه دوو فلمونو کې د خپل هنر کمال ښودلی او د خپلو مینوالو په زیاتولو بریالۍ شوېده نو په همدې خاطر ورته د رسنیو هم ډېر پام وي.

په یوه تازه خپره شوې مرکه کې سارا علي خان ویلي خوشحاله ده چې مور او پلار یې سره تر اوسه یوځای نه دي.

ډېر کله اولادونه د خپلو والدینو په جداوالي خفګان ښيي او په دغه خبره ورته تکلیف هم رسیږي چې ولې یې مور او پلار سره جلا شوي مګر د بالیوډ دغه نوې فلم ستورې سارا علي خان د دې برعکس د خپل مور او پلار په جداوالي خوښه ده.

په یوه شوې مرکه کې علي خان کله چې ترې د سیف علي او د نوموړي د پخوانۍ مېرمنې امریتا سنګهـ د جداوالي په تړاؤ وپوښتل شول، نو زیاته یې کړه؛ خوشحاله یم چې زما مور او پلار د یو بل تر څنګ نه دي.

سارا د خپلو خبرو په دوام ویلي، پوهیږي که چېرته یې مور او پلار د یوه بل سره تر څنګ ول، نو هېڅکله به یې خوشحاله ژوند نه و تېر کړی. په خبره یې کله چې هغوې خوښ نه ول نو کله به دې هم خوښي نه وه لیدلي.

د یادولو ده چې سارا علي خان له پيل د خپلې مور سره یوځای اوسېده. د هغې په وینا مور یې له ماشومتوبه دا او ورور سمبال کړي او پالنه یې کړې ده، خو زیاتوي چې دا د دې لامل نه دی چې پلار یې سیف علي خان له دوی غافله دی، بلکې همېشه یې پر موبایل د دوې د خیر او خیریت پوښتنه کړې.