کلتور او هنر

((ساره علي خان پیدایښتي اداکاره ده))

د هندۍ سېنما مشهورې او ښکلې اداکارې کرینه کپور د خپلې ناسکه لور سارا علي خان د لومړي فلم د کامیابېدو لپاره هېله منده ده.

سارا علي خان د سیف علي خان لور ده، خو د کرینه کپور ناسکه لور ده.

علي خان مخکې له دې چې د کرینه کپور سره واده وکړي، وړاندې یې له لومړۍ میرمنې سارا علي خان او یو زوی ورپاتي و.
خو اوس د سیف علي خان لور سارا علي خان د فلم نړۍ ته قدم ایښی او ټاکل شوې چې لومړی فلم به یې ډېر ژر بازار ته راووځي.

دغه فلم د کیدر ناتهـ په نوم دی چې پکې د سارا علي خان سره د مشهور فلمي لوبغاړی سوشانت سنګهـ مرکزي رول لري.

هندۍ رسنۍ وایي، کله چې د کرینه کپور څخه د هغې د ناسکه لور سارا علي د لومړۍ کارکردګۍ په تړاوو وپوښتل شول نو په کې یې کپور علي خان ویلي، ډاډه ده چې د سارا علي خان فلم به ضرور کامیابیږي او ګرم بازار به لري.
دغې مشهوري اداکارې ویلي، ځکه یقیني ده چې سارا یو پیدایښتي اداکاره ده.

کرینه کپور څخه همدا راز رسنیو د ډپيکا پډوکون او رنویر سنګهـ د واده د ولیمي د ګډون په تړاوو هم پوښتلي چې ځواب کې یې کپور علي خان ویلي، (حتماً به د دغه ښکلې جوړې د ولیمي په مراسمو کې ګډون کوي)

ډپيکا پډوکون څو ورځې وړاندې د رنویر سنګهـ سره په ایټالیا کې په ښکلي ځای (کومو لیک) کې واده وکړ او دوشنبې ورځ بېرته ممبئي ته ستانه شول.

کرینه کپور د بالیوډ د کشر خان سیف علي خان دويېمه مېرمن ده، سیف علي خان او کرینه کپور خپله یو زوی تیمور لري، خو له مشرې ښځې امرتا سنګهـ یې د سارا علي خان سربېره یو زوی هم شته چې ټاکل شوي هغه به هم د فلم نړۍ ته راووځي.

د یادولو ده چې د ابهشیک کپور په لارښوونه جوړویدونکي فلم (کیدر ناتهـ) کې سارا علي خان د «مکو» او سوشانت سنګهـ راجپوت به «منصور» رول ولوبوي.

دغه فلم به راتلوونکې میاشت د ډسمبر په اوومه نېټه د سېنما پر پرده د مېنوالو تنده ماته کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی