کلتور او هنر

سنجو فلم، په ۲۰۱۸ کال کې تر ټولو زیاتې پیسې ګټلي

د هندۍ سينما د ستوري سنجي دت پر ژوند جوړ شوی فلم سنجو د ۲۰۱۸ کال ترټولو د زیاتو پیسو ګټوونکی فلم شو.

دغه فلم د سنجي دت پر ژوند جوړ شوی چې په کې د نوموړي د ژوند کیسه، زندان ته تګ او له زندانه د نوموړي ازادېدل او نور راخیستل شوي دي.

د فلم څارونکي ترن ادرش په یوه ټوئټ کې لیکلي چې سنجو فلم په ۲۰۱۸ کال کې د ټولو نورو فلمونو څخه زیاتې پیسې ګټلي دي.

۲۰۱۸ کال د نورو فلم ستورو په تېره بیا د خانانو لپاره لکه: شارو خان، سلمان خان او عامر خان لپاره ښه کال ځکه نه وو چې په کې د درې واړو فلمونه په هغه اندازه چې فکر کېده کامیاب نشول او د ناکامو فلمونو په لیست کې شامل شوه.

تر سنجو وروسته بیا د رنویر سنګهـ او ډپيکا پډوکون فلم چې شاهد کپور هم په کې کار کړی په دویم مقام راځي چې زیاتې پيسې یې ګټلي دي.

هندوستاني فلم څارونکي ترن ادرش ۲۰۱۸ کال د هندۍ سېنما لپاره یو ښه کال بللی او ویلي یې دي چې په دغه کال کې په زیات شمېر فلمونو تر ۱۰۰ کروړه زیاتې پیسې ګټلي دي.

د نوموړي په خبره چې په تېر کال کې ۱۳ فلمونه دي چې تر ۱۰۰ کروړه یې زیاته ګټه کړې ده.

په دغه نوملړ کې پدوماتي، سونو کي ټیټو کي سوئټي، ریډ، باغي۲، راضي، ریس۳، سنجو، ګولډ، استري، بدهائی هو، ټهګس اف هندوستان، 2.0 او د سېنما په پردو روښانه شوې فلم سمبا شامل دي.

د رنویر سنګهـ او سارا علي خان وروستی فلم سمبا هم د کامیابو فلمونو په قطار کې راغلي چې په پنځو ورځو کې یې تر ۱۰۰ کروړه زیاتې هندۍ کلدارې ګټلي دي.

د یوې هندوستاني ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، فلم سنجو تقریبا۶۰۰ کروړه هندۍ کلدارې ګټلي دي.

د ټائمز اف انډیز د رپوټ مطابق: پدومات ۴۰۰کروړه روپو تجارت کړی، باغي۲ ۲۰۰ کروړه، ریس۳ فلم ۱۵۰ کروړه، فلم راضي۲۰۰ کروړه، فلم استري ۱۲۴ کروړه، ټهګس اف هندوستان فلم۱۵۰ کروړه. په داسې حال کې چې فلم د هندوستان په شمول په نوره نړۍ کې هم ۳۳۵ کروړه ګټه کړې ده، سونو کې ټیټو کي سوئټي فلم ۱۴۸ کروړه او بدهائي فلم بیا ۱۳۵ کروړه هندۍ کلدارې ګټلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی