کلتور او هنر

د سنجي دت پر ژوند د جوړ شوي ( سنجو ) فلم لومړنۍ بیلګې خپرې شوې

د هندي سینما د وتلي ستوري سنجي دت له لوړو ژور پر ډک ژوند د جوړ شوي فلم کارګرداني د نوموړي نژدې دوست راج کمار هیراني کړې او رنبیر کپور په کې د سنجي دت رول لوبولی دی.

ټاکل شوې ده، دا فلم په جون میاشت کې په سینماګانو وښودل شي، خو د سنجي دت مینه وال یې له اوسه انتظار کوي.

راج کومار هیراني پر خپل ټویټر د سنجي دت پر ژوند ددې جوړ شوي فلم ځینې تصویرونه خپاره کړي دي.

په یوه دقیقه او پنځه ویشت ثانیې دې بیلګې کې له تنکي زلمیتوب تر 50 کلنې د سنجي دت ژوند ښودل کیږي.

په نمونو کې ښکاري چې رنبیر کپور په فلم کې د خپل تمثیل کمال ښودلی او هغه کټ مټ لکه سنجي دت ښکاري.

له بله پلوه د فلم له خپرو شویو نمونو داسې ښکاري چې د فلم د نوم پر سر د رنبیر کپور او راج کومار هیراني جنجال چې مخکې یې راپور ورکړل شوی و هوار شوی دی.

دې فلم ته ” سنجو “ نوم ورکړل شوی دی.

سنجي دت د هندي سینما یو له محبوبو اکټرانو څخه دی چې شخصي او هنري ژوند یې تل له لوړو ژورو ډک وو. اوس د هندي سینما مینه وال د ” سنجو “ فلم ته ددې لپاره انتظار باسي چې نه یوازې د د سنجي دت د ژوند په کیسې خبر شي بلکې د رنبیر کپور د اداکارۍ کمال هم وګوري چې څنګه یې ځان له رنبیر کپور په سنجي دت بدل کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات