کلتور او هنر

سنجي دت د مهاراجا په بڼه هندي سینما ته ستنیږي

 

د هندوستان د سینما نامتو لوبغاړې سنجي دت له زندان تیرولو او ورپسې له فلمي نړۍ د څه مودې لرې والي وروسته بیرته د ممبيي ، ملنګ او ” ښه مهاراجا“ په نوم فلم کې په شاهانه انداز راستنیږي.

سنجي دت د ( بمبۍ ) په نوم فلم بشپړ کړی او په دې وروستیو کې فلم جوړونکي اومونګ کومار ویلي چې سنجي دت به د ښه مهاراجا( The Good Maharaja) په نوم فلم کې مرکزي رول ولوبوي.

دا فلم په هندوستان کې د نوانګر د مهاراجا بیوګرافي ده چې په جام صاحب مشهور و. نوموړې په بریتانوي هند کې د خپل ایالت راجا و او د دویم نړیوال جنګ پر مهال یې یو شمیر پولینډي کډوالو ته په خپل ایالت کې د کډوالو کمپ جوړ کړی و.

فلم جوړونکي امونګ کومار تیره اونۍ ددې فلم لومړنۍ انځور چې سنجي دت په کې مهاراجا په رول کې څرګندیږي پر خپل ټویټر شریک کړ.

دا فلم به د هندوستان او پولینډ ګډ پروډکشن وي او ځینې برخې یې په پولینډ کې هم جوړیږي.

د سنجي دت کڼ مینوال دا مهال د نوموړي د ممبيي، ملنګ او ښه مهارجا فلمونو خپریدو ته لارې څاري.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */