کلتور او هنر

په یوه کال کې سنجي دت شپږ فلمونه بازار ته وړاندې کوي

هندوستانۍ رسنۍ وایي، روان ۲۰۱۹ ميلادي کال به د بالیوډ مشهور فلم ستوری سنجي دت شپږ فلمونو بازار ته وړاندې کړي.

۲۰۱۹ میلادي کال د هندۍ سېنما د باتجربه او تکړه فلم ستوري سنجو بابا یا سنجي دت کال بلل شوی.

هندۍ رسنۍ وایې، د سنجي دت مینوال ته زیری دی ځکه چې په دغه روان کال کې د نوموړي یو نه دوه نه بلکې شپږ فلمونه ریلیز کېږی.

د بالیوډ په نړۍ کې سلمان خان، شارخ خان او عامر خان په کال کې فقط یو یا دوه فلمونه نندارې ته وړاندې کوي خو دا ځل سنجي دت په یوه کال کې شپږ فلمونو د جوړولو او خپرولو چمتوالی لري.

درې کاله مخکې سنجي دت له بند څخه ازاد شو خو تر هغې وروسته یې فقط په درې فلمونو کې کار کړی، په ۲۰۱۷ کال کې یې په فلم بهومي کې او په ۲۰۱۸ کال کې یې په صاحب بیوي او ګینګسټر۳ کې کار وکړ.

مګر دغه دواړه فلمونه یې په باکس افس کې بریالي نه شو خو تېر کال د ده په ژوند جوړ شوی سنجو فلم د سنجي دت لوبیز ژوند یو ځل بیا ارزښتمند کړ او د زیاتو فلم جوړونکو او مینوال مخ ورواوښت، که څه هم په سنجو فلم کې د سنو بابا رول رنبیر کپور لوبولی وه، خو د منابهائي شخصیت په لوړولو کې مهم کردار ادا کړ.

مګر په اوس وخت کې سنجي دت د بالیووډ تر ټولو بوخت فلم لوبغاړی دی چې روان کال به یې شپږ فلمونه بازار ته وړاندې شي چې په کې پرستهانم، تربوز، پاني پت، شمشیرا، سړک۲ او کلنګ شامل دي.

په دغه فلمونو کې به سنجي دت د یوه افغان پاچا د رول تر څنګ د سیاستمدار او پولیس افیسر رول هم ولوبوي.

هندوستانۍ رسنۍ وایي، د بند څخه د ازادېدو وروسته د دغه فلم لوبغاړي سنجي دت په سلوک کې د لومړیو زیات تغیر لیدلي کیږي، زیاتوي له پخوا زیات دوستانه شوی او په خپل کار هم ډېر پام کوي.

د معلوماتو پر اساس نوموړی اوس هڅه کوي چې د فلم د ډکولو پر ځای له ټولو سره دوستانه چلند وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی