عمومي موسیقي او تصویر

په سنجي لي لا بهانسولي برید د بالیووډ اداکاران غوصه کړي

د جمعې په ورځ ناوخته د بالیووډ د فلمونو په وتلي ډاریکټر سنجي لي لا بهانسولي باندې د (کارني سین) په نوم سیاسي پارټۍ یو شمیر غړو برید وکړ؛ په هغه يې ګوزارونه وکړل او د فلم د شوټینګ وسایل يې هم زیانمن کړل.

سنجي لي لا بهانسولي په جیپور کې د (پاډماویټي) فلم په شوټینګ بوخت و، چې برید پرې وشو. یاد فلم کې د بالیووډ وتلي اداکاران: ډیپیکاپاډوکون، رنویر سنګ او شاهد کپور مخکښ رولونه لري.

فلم د ددوهمې نړیوالۍ جګړې وروسته د هند د یوې شاهي کورنۍ کیسه کوي.

خبري رسنۍ وايي، چې برید کوونکي شاو خوا ۳۰ کسان وه، چې د احتجاج په ډول د جایګر ودانۍ ته ننوتل.

جایګر یوه شخصي شاهي ودانۍ ده. دغلته د فلم شوټینګ روان و.

قهریدلو ادعا کوله، چې په فلم کې تاریخ ته توهین شوی او د ملکې (پآډماویټي) سپکاوی دی.

فلم کې د ملکې رول ډیپیکا پاډوکون او د علاو الدین خیلجي رول رنویرسنګ مخ ته وړي. بریدګرو اداعا کوله، چې ددوې دواړو اکټرانو ترمنځ رومانس ددوې ملکې او تاریخ ته سپکاوی دی.

خو د فلم ډاریکټر وايي، چې په فلم کې ددوې دواړو ترمنځ رومانس نشته او د تاریخ هیڅ یوې برخې ته پکې سپکاوی نه دی شوی.

د ډاریکټر په وینا، چې ده مخکې هم د فلم د متن او کیسې په اړه مالومات ورکړي او اوس هم اماده دی چې په دې اړه توضیحات ورکړي.

ډیپیکا پاډوکون، رنویرسینګ، شاهد کپور، عامر خان، پرینکا چوپړا، هیریتیک روشن، عالیه بټ، کرن جوهر، فرهان اختر او د سینما ګڼو نورو فعالینو په بهانسولي یاد برید په کلکو ټکو غندلی دی.


د یو بل خبر له مخې، سنجي لي لا بهانسولي له پیښې وروسته، د فلم شوټینګ د نامعلوم وخت لپاره ځنډولی او بیرته ممبي ته ستون شوی دی.

ډاریکټر بهانسولي او د بالیووډ اداکاران د عدالت غوښتنه کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */