سینما او موسیقي

پر یوه مسلمان ځوان د سنین روشن مییندو له امله یې کورنۍ ورسره تاوتریخوالی کړی

د هندي سینما د اکشن فلم ستوري رتیهک روشن مشرې ۴۷ کلنې خور سنینا روشن ویلي جې د مسلمان کس سره مینه ورته ګرانه تمامه شوې او په دې خاطر چې پر مسلمان مئینه شوې د کورنۍ غړو یې ورسره تاوتریخوالی کړی.

سنینا روشن په داسې مهال دا خبرې کړي چې د تېرو دوه اوونیو راهیسې یې په تړاو د ذهني او جسمي ناروغۍ خبرونه خپریږي.

روان کال د جون د میاشتې په ۱۰مه نېټه د ټائمز اف انډیا په یوه رپوټ کې راغلي وه چې رتیهک روشن خور د هاي پولر ډس ارډر (ذهني ناروغۍ) له امله په سخت حالت کې ده او په روغتون کې بستر ده.

په هغه رپوټ کې ویل شوي وه چې سنینا به د راتلونکو څو ساعتو لپاره په عاجل واټ کې وساتل شي.

تر هغې وروسته خبرونه خپاره شول چې د مېرمن سنینا حالت ښه دی او هسپټال څخه خارجه شوې ده.

داسې رپوټونه هم خپاره شوي وه چې سنینا روشن د ډېرې مودې راهیسې د درد او یوازې والي ښکار شوې او د نوموړې لومړني تداوي شوې ده.

داسې اټکل کېږي چې سنینا روشن د هغې ناروغۍ له امله رنځیږي چې په ۲۰۱۳ کال یي عملیات کړی و.

په یوه بل رپوټ کې راغلي وه سنینا روشن  ۲۰۱۳ کال کې د مغزو عملیات کړي وه او تر عملیات وروسته بائی پولر ډس ارډر ناروغۍ ښکار شوې وه.

خو یو ځل بیا د روانې میاشتې په پيل کې د نوموړې حالت خراب شوه او روغتون کې داخله کړه.

د روغتون څخه د خارجېدو وروسته د سنینا د روغتیا په تړاو د فلم ستورې کنګنا رناوټ خور رنګولي رناوټ په یوه ټویټ کې واضح کړې وه، چې د مېرمن روشن جسماني روغتیا ښه نه ده او پر نوموړې تاوتريخوالی شوی.

د رناوټ خور ویلي چې سنینا روشن کورنۍ پر نوموړې ځکه تاوتریخوالی کړی چې دا پر یوه مسلمان ژورنالیست روهیل امین مئينه شوې.

د روغتون څخه د وتو او کنګنا رناوټ د خور د ټویټ په تړاو اوس سنینا خپله خاموشي ماته کړه او اعتراف یې وکړ چې د دې په تړاو خپاره شوي ټول خبرونه سم دي.

د سینما د خبرونو ویبپاڼې (پنک ولا) سره په مرکه کې ۴۷ کلنې سنینا روشن ویلي چې د یوه مسلمان ژورنالیست سره مینه ورته ګرانه تمامه شوې او د کورنۍ له لوري یې مخالفت شوی او په وینا یې چې د نوموړې د وېرولو لپاره یې اخطارونه ورکړي چې له امله یې د کور پرېښودو ته مجبوره شوې.

د رتیهک روشن پلار او فلم جوړونکي راکیش روشن باندې تور پور شوی چې د مسلمان شخص سره د مینې له امله پرې قهر شوی او تاوتریخوالی یې پرې کړی، په خبره یې چې پلار یې ورته ویلي؛ د چا سره چې مینه لري ترهګر دي.

دغه راز سنینا روشن د خپلې اړیکې په تړاو ویلي؛ کال وړاندې یې د مسلمان خبریال روحیل امین سره مینه پیدا شوې او د لومړي ځل لپاره یې اړیکه د فیسبوک له لارې پيل کړه.

نوموړې زیاته کړه چې پیسې نه لري او د خپل ځان مصرف هم نشي پوره کولی، په خبره یې چې څو ورځې وړاندې یې له پلار څخه ۵۰ زره روپۍ اخیستې وي چې ورته ویل شوي و ټوله میاشت پرې خپله لګښت وکړي او همدا یې بس دی.

مېرمن روشن ویلي اوس د کورنۍ بېله اوسیږي خو دا یې نه دي ویلي چې د کورنۍ له لوري د کم مصرف ورکولو باوجود د کور کرایه او نور مصارف څنګه پوره کوي؟

سنینا روشن په ښکاره ډول کوم عاید نه لري چې ترې پيسې تر لاسه کړي، د کورنۍ سره اوسېدله او د رتیهک روشن څخه دوه کال مشره او طلاقه شوې ده.

سنینا روشن د سرانیکا روشن په نوم یوه ۲۳ کلنه لور لري چې نوموړې یې له لومړي خاوند فیشن ډزاینر اشش سوني څخه ده.

د نوموړې لومړی واده د لور د پيدايښت څخه څو کاله وروسته په ۲۰۰۰ م کال کې ختم شو او طلاق یې واخیسته، چې وروسته یې نوم د څو مختلفو کسانو سره یاد شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی