فاطمه ثناء شیخ او شارخ خان په یوه فلم کې

د هندوستانۍ سېنما ځوانه فلم ستورې فاطمه ثناء شیخ د بالیوډ تکړه لوبغاړي عامر خان وروسته دا ځل د هندۍ سېنما د باچا شارخ سره په یوه فلم کې راښکاره کېږي.

د هندوستاني رسنیو د راپورنو له مخې له مخې، فلم جوړونکي د ثناء شیخ له اداکارۍ ډېر متاثره شوي دي او ورته په دېرو فلمونو کې کار کولو وړاندیزونه شوي دي.

فاطمې په وروستي ځل د هندۍ سېنما د تکړه او کامیاب فلم ستوري عامر خان سره په فلم ټهګز اف هندوستان کې کار وکړ.

که څه هم دغه فلم (ټهګز اف هندوستان) په باکس افس کې ناکام شو خو دغه فلم ستورې (فاطمه ثناء شیخ) کارکردګي، تمثیل او رول په کې د ډېرو د پام وړ ګرځېدلی او زیات صفتونه یې هم وشول، همدا لامل دی چې د هندوستاني فضانورد راکیش شرما په ژوند جوړیدونکي فلم (سلیوټ) لپاره هم فلم جوړونکو او لارښود د شارخ خان سره د مرکزي رول لپاره فاطمه ثناء شیخ نوم غوره کړی.

وړاندې ویل شوي وه چې په دغه فلم کې د فاطمه پر ځای بله فلم لوبغاړې بهومي پانډیکر ولوبیږي او مرکزي رول ولوبوي په داسې حال کې چې ویل کېده کرینه کپور، واني کپور او پریانکا چوپړا نومونه هم د دغه فلم لپاره تر غور لاندې وه.

دا به لومړی ځل نه وي چې فاطمه ثناء په یوه فلم کې د شارخ خان سره یوځای کار کوي بلکې له نن څخه ۱۷ کاله وړاندې په فلم (ټو کا فور) کې هم دغې فلم لوبغاړې د ماشومې رول د خان سره یوځای لوبولی وه.

د یادولو ده چې ثناء شیخ ویلی وه چې دا په هماغه فلم کې په شارخ خان مئینه شوې وه او کله چې پوه شوه چې واده یې کړی نو ډېره خفه او زړه یې مات شوی وو.