خواړه روغه سټه

نوې څېړنه: د مالګې ډېر استعمال وزن کموي

لیکنه: ياران

ژباړن: صادق طارق

نویو طبي څېړنو ښودلې، چې د مالګې ډېر استعمال د وزن په کمښت کې د پام وړ رول لري.
دا څېړنه د روسیې د فضایي څېړنو طبي برخې پر یوه موږک ترسره کړي.

د تصور برعکس پایله
تر دې وړاندې باور دا و، چې د مالګې زیات استعمال د وزن د زیاتیدو سبب کیږي.
خو دغې نوې څېړنې د دغه تصور او باور برعکس پایله وړاندې کړه.

ولې وزن کموي؟
روسي څېړونکو موندلې، چې د مالګې زیات استعمال ژوندي موجودات ډېر تږي کوي او ډېره تږه یې ډېرو اوبو څښلو ته اړباسي.
د دوی په وینا همدا ده، چې مالګه د وزن په کمولو کې مهم رول لوبوي.
د اوبو په اړه به مو حتماً ډېر اوریدلي وي، چې د وزن په کمیدو کې مهمه او اساسي ونډه لري.
څومره چې ډېرې اوبه څښئ، هغومره د زیات مړښت احساس کوئ او خوراک ته مو ډېر زړه نه کیږي.
د دې ترڅنګ اوبه ډېر داسې مواد لري، چې هغه د وزن په کمیدو کې مهم رول لري.

د مالګې نورې اغېزې
څېړونکو موندلې، چې د مالګې زیات استعمال د زیاتې تندې ترڅنګ د زیاتې لوږې سبب هم ګرځي.
په دې مانا، چې که زیاته مالګه وکاروئ، زیات وږي کیږئ هم او دا کار په یو ډول بیرته د وزن زیاتیدو تشویش پیدا کوي.
دا موضوع ځینو داسې تفسیر کړې، چې د مالګې له زیات استعمال سره وزن کمیږي، خو ورسره تر یوه حده د لوږې احساس پیدا كیږي.

مالګه کالري سوزوي
روسي څېړونکو موندلې، چې د مالګې ډېر مصرف په وجود کې د اوبو د تولید ترڅنګ د وجود کالري سوزوي او کموي، چې په دې سره وزن کمیږي.

احتیاط هم کوئ
د مالګې ډېراستعمال د فشار لوړولو ترڅنګ د زړه د حملې او نورو ناروغیو سبب ګرځي.
د دې لپاره ښه ده، چې د مالګې په استعمال کې محتاط اوسئ.

د بوستون پوهنتون د مطالعاتو پربنسټ، هغه کسان چې په ورځ کې تر ۶ ګرامو کمه مالګه مصرفوي، د وینې فشار یې لوړیږي

د مالګې د استعمال لپاره د ډاکټرانو لارښوونه دا ده، چې په مستقیم ډول نه باید استفاده ترې وشي.

هدف یې دا دی، چې خالصه مالګه ډېره مه کاروئ، د دې پرځای ښه ده چې په غذا ګانو کې یې وکاروئ، څو محلول شي او جانبي عوارض یې مهار کړل شي.

د ډاکټرانو په وینا لازمه ده، چې ۷۰ سلنه مالګه د نورو غذاګانو له لارې په نامستقیم ډول ترلاسه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران