سینما او موسیقي

سلمان خان په خپل غږ سندره وایي

اعلان

د هندي سینما مشهور فلم ستوری سلمان خان په خپل اواز په خپل پروډکشن کې جوړیدونکې فلم لپاره سندره وایي.

اردو نیوز د رپوټ له مخې، سلمان خان به د ده پروډکشن له خوا په جوړیدونکي فلم نوټ بوک کې په خپل اواز سندره ثبت کړي.

د معلوماتو له مخې د دغې سندرې عنوان میں تارے توڑ لاﺅں دی.

په دغه فلم کې به سلمان خان ډېر لږ راښکاره شي خو د فلم په کردار کې پرینوتن او ظهیر اقبال شامل دي.

د رپوټ له مخې د نوټ بوک د فلم ځينې سندرې تر ثبت لاندې دي او ځينې یې بیا تر خلکو رسیدلي دي.

وړاندې داسې رپوټونه ورکول شوي وه چې د دغه فلم لپاره د پاکستان مشهور سندرغاړی عاطف اسلم سندرې ووایي، خو دا چې په کشمیر کې د پلوامه ځانمرګي برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړۍ شوي نو د دغه جنجالي اړیکو زور تر هنره هم ورسيده.

هند هېواد په خپل هېواد کې د پاکستان اداکارانو کاروبار او هنر بند کړ او په ځواب کې یې پاکستان هم په خپل هېواد کې په هندي فلمونو بندیز ولګاوه.

سلمان خان هم په دغه جنجال کې برخه واخیسته او عاطف اسلم یې له خپل فلم لرې کړ او پر ځای ان دا دی اوس خپله هم د سندرې د ثبتولو هڅه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی