موسیقي او تصویر

د سلمان خان ( ټیوب لایټ ) فلم پاکستان بند خو چین د خپریدو اجازه ورکړه

ټیوب لایت د سلمان خان راتلونکې فلم دی چې فلم جوړونکی یې د هند د سینما نامتو ډایرکټر کبیرخان دی. دا فلم په د ۱۹۶۲ م کال د هندوستان او چین تر منځ د جګړې د مهال یوه تاریخي کیسه ده. د فلم کیسه د جګړې پر مهال د یوې چینايي نجلۍ سره د یو هندوستاني ځوان پر مینه راڅرخي.

چینايي اکټره ژو ژو په ټیوب لایټ فلم کې له سلمان خان سره مرکزي رول لوبولی دی. د فلم جوړیدل بشپړ شوي او په دوه درې ورځو کې به یې وړې وړې بیلګې او نمونې خپرې شي.

د سلمان خان ټیوب لایټ د جون په ۲۳ مه نیټه په سینما ګانو ښودل کیږي.

پاکستاني حکومت ددې هیواد د کورنیو فلم جوړونکو په غوښتنه په پاکستان کې د سلمان خان د ( ټیوب لایټ ) فلم خپریدو ته ځکه اجازه نه ده ورکړې چې ددې فلم خپریدل د اختر له ورځو سره برابر دی او پاکستاني فلم جوړونکي غواړي چې د اختر په ورځو کې چې په دې هیواد کې فلمونه ښه بازار لري پاکستاني فلمونه وښودل شي.

پاکستاني فلم جوړونکو خپلو کلتوري چارواکو ته ویلي” ټول کال هندي فلمونو زموږ کورنیو فلمونو بازار خراب کړی نو ښه ده چې د اختر ورځو کې پاکستاني فلمونه نندارې ته وړاندې شي. “

خو په چین کې بیا د سلمان خان ټیوب لایټ ته د خپریدو اجازه ورکړل شوې ده. راپورونه وايي د سلمان خان دا فلم به په چین کې د جګي چن د ( کنفو، یوګا) نومې فلم بازار وننګوي. د جګي چن ( کنفو یوګا ) فلم په چین کې پر باکس افس د پلور له پلوه ریکارډ جوړ کړی دی.

تر دې مخکې د عامر خان فلمونو هم په چین کې ښه بازار کړی او دا ځل د سلمان خان نوبت دی.

چینايي اکټره ژو ژو په فلم کې له سلمان خان سره مرکزي رول لوبوي

د سلمان خان د ټیوب لایټ فلم لپاره په چین کې د ښه بازار موندنې یو چانس دا هم دی چې په فلم کې چینايي اکټره ژو ژو هم رول لري او د کیسې یو لوری یې هم چینايي کلتور او فرهنګ دی.

ټاکل شوې ده چې په نژدې ورځو کې به سلمان خان د چین بېلابیلو ښارونو ته سفر وکړي او دغلته به د چینايي اکټرې ژو ژو سره یو ځای د خپل فلم لپاره تبلیغات وکړي.

ممبيي ټایمز مجله وايي، چین د فلمونو لپاره لوی بازار دی او که د سلمان خان فلم په پاکستان کې خپور هم نه شي په چین کې خپریدل به یې په نړیوال بازار کې د ( ټیوب لایټ) ګټه وټه زیاته کړي.

ټیوب لایټ په ۱۹۶۲ م کال کې د هند او چین ترمنځ د تاریخې جګړې د مهال کیسه ده

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */