کلتور او هنر

په دبنګ۳ فلم کې به د سلمان خان سره د هغه خورزه کار وکړي

د هندوستانۍ سېنما وتلی ستوری سلمان خان چې په سلو او دبنګ خان هم مشهور دی بالیوډ ته د خپلې کورنۍ د یوې بلې غړې د راوستلو په لټه کې دی.

سلمان خان په بالیوډ سېنما کې د نوې اداکارانو په معرفي کولو مشهور شوی خو دا ځل ویل کیږي چې د خپلې کورنۍ یوه بله غړې به د نوموړي په راتلوونکی فلم (دبنګ۳) کې د بالیوډ سېنما ته معرفي کړي.

هندۍ رسنۍ وایي سلمان خان به دا ځل خپله یوه خورزه علیزۍ د خپل مشهور فلم دبنګ په درېمه برخه کې ولوبوي.

د رپوټ له مخې، سلمان خان به دا ځل د خپلې ناسکه خور (چې سلمان خان ورته خور وایي) الویرا اګني هوتري لور علیزۍ اګني هوتري به دبنګ۳ فلم په واسطه هندۍ سېنما ته وړاندې کړي.

نوموړې د یو ښه او شانداره پيل لپاره د بالیوډ د مشهور ګوریو ګرافر سروج خان سره د نڅا تمرين له پخوا پيل کړی.

سلمان خان د خپلې خورزې د راتګ لپاره پوره هېله مند دی او د علیزۍ د نڅا د تمرین د ټولګیو څخه هره ورځ لېدنه کوي.

د رسنیو د رپوټ له مخې، د دبنګ سیریز د تېرو فلمونو په څېر به دبنګ۳ فلم کې هم یو ځل بیا مشهوره فلمي ستورې سوناکشي سنها مرکزي رول ولوبوي نو ویل کیږي چې علیزۍ به د مرکزي رول نجلۍ سره دوهم رول ولري.

که څه هم د فلم شوټینک لا نه دې پیل شوی خو اټکل داسې دی چې دبنګ۳ فلم به د ۲۰۲۰ کال د دريېمې میاشتې په ۲۷ تاریخ د سینما پر پرده روښانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی