کلتور او هنر

سلمان خان بالیووډ ته د اوښي د راوستو له امله شویو نیوکو ته ځواب ورکړ

د هندۍ سینما مشهور فلمي ستوری سلمان خان بالیوډ د خپل د خور خاوند د راوستو په تړاوو رسنیو ته سپیناوي ورکړ.

سلمان خان وروسته تر هغې تر پوښتنو لاندي راغی چې بالیووډ کې خپل اوښي ته په فلمي نړۍ کې موقع ورکړه.

سلمان خان په یوه تازه مرکه کې ویلي چې خپل اوښی یې ځکه فلمي نړۍ ته راوسته چې خور یې خفه نشي.

د بالیوډ دبنګ خان زیاته کړې، ډېره هڅه یې وکړه تر څو خپل اوښی ایوش شرما فلمي نړۍ ته له راتګه منعه کړي، خو اوس یې د خپلې خور د خوشحالۍ په خاطر په یوه فلم کې موقع ورکړه.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې؛ سلمان خان وروسته له هغې د خپل اوښي په تړاوو خبرې وکړي چې ترې په بالیوډ کې د خپلوۍ پاللو په تړاوو وپوښتل شول.

نوموړي یې ځواب کې ویلي چې بالیوډ کې د خپل اوښي د راوستلو سره له دغه ډول پوښتونو او تورونه ويرېده. خو په خبره یې که یې ایوش فلمي نړۍ ته نه وه راوستی، نو خور به یې فکر کړی و چې شاید دی یې له خاوند سره کومه ستونزه لري.

ده زیاته کړې؛ د خپلې کورنۍ هر غړی یې که وغواړي په فلم کې کار وکړي، نو ورته به زمینه برابره کړي، خو زیاتوي د هغه په رول لوبونه او کامیابۍ کې به هېڅ کله هېڅ ډول مداخله ونه کړي.

د سلمان په وینا؛ که یو فلمي لوبغاړی څومره هم تکړه او ښایسته وي د هغه د قسمت پرېکړه به مینوال کوي.

د خپل اوښي د راوستلو په تړاوو یې زیاته کړې؛ که یې ایوش په فلم(لویاتري) که نه و معرفي کړی، نو پر ځای به یې بل چا دا رول لوبولی وای، خو په خبره یې چې اوښي یې دغه فلم ته زیات زحمت ویستلی او خواري یې کړې وه، چې بې ځایه به وه .

د سلمان خان د پروډکشن له خوا جوړیدونکی فلم (لویاتري) کې د ده اوښي اویش شرما کار وکړ چې دا به یې لومړی فلم وي. نه یوازې به په دغه فلم کې هلک نوی دی بلکې د ورینه حسین چې د فلم نجلۍ ده هم لومړنی فلم وي.

دغه فلم به د روانې اکټوبر میاشتې په ۵ نېټه د سینما پر پردو روښانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی