کلتور او هنر

د سلمان خان راتلونکي فلم ټریزر او د مینوالو تبصرې

اعلان

د هندوستانۍ سېنما د مشهور فلم لوبغاړي سلمان خان نوي راتلوونکي فلم(بهارت) لومړی خپور شوی لنډ کلیپ (ټریزر) د مینوالو د زیاتې خوښي وړ ګرځېدلي.

د سلمان خان مینوال وایې یو ځل بیا به د دغه خان راتلونکی فلم په هندۍ سېنما کې ښه بازار وکړي او کامیاب به ثابت شي.

په تېر ۲۰۱۸ کال کې نه یوازې د سلمان خان بلکې د بالیووډ درې واړه خانانو فلمونه په باکس افس کې ناکام ثابت شول.

په دغه کال کې د سلمان خان هغه فلم چې په لویه بودیجې سره جوړ شوې وه RACE3 هم د مینوالو په راماتولو کې پاتې راغی او ناکام شو.

خو اوس د نوموړي نوي راتلوونکي فلم (بهارت) ته مینوال په بې صبرۍ انتظار باسي ځکه چې له یوې اوږدې مودې وروسته د فلم ټیم د فلم لنډ کلیپ(ټریزر) خپور کړی چې په کوم له یوې اوږد وخت وروسته سلمان خان د یوه هندي فلم د هېرو یا مرکزي کردار په ډلو ښکاري.

دغه خپور شوی ټریزر تقریبا یو دقیقه او ۲۶ ثانیې ده چې په کې د فلم د پیل څخه تر پایه مهمې برخې راخیستل شوي او وروسته د سلمان خان خوندورې او جالبې ډیالوګي هم راخیستل شوي دي.

د ټریزر څخه معلومیږي چې د فلم کیسه او سلمان خان رول په دغه فلم کې ډېر به زړه پورې دی.

د فلم د یوه دغه خوندور ټریزر د خپرېدو وروسته د ټولنېزې مېدیا کاروونکي وایي چې له یوې ډېرې اوږدې مودې وروسته به د سلمان خان یو ښه او جالبه فلم بازار ته راووځي.

مینوال یې د فلم د دغه لنډ ویډیوي کلیپ یا ټریزر په لیدو تبصیره کوي کوي چې دغه فلم (بهارت) به وکولی شي چې کامیاب فلم ثابت شي.

د دغه فلم لارښود علي عباس ظفر دی، ظفر تر دې وړاندې هم سلمان خان سره په فلم سلطان او ټائیګر زنده هی په څېر فلمونه هم جوړ کړي دي.

په دغه فلم کې د سلمان خان تر څنګ ښکلي او تکړه فلم لوبغاړې کټرینا کیف مرکزي رول ادا کوي.

اټکل دی چې دا فلم (بهارت) به د وړوکي اختر په شپو ورځو کې د سېنما پر پردو روښانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی