سینما او موسیقي

ویک اوبرايې ۱۶ کاله وروسته له سلمان خان بخښنه غوښتې

ستوری ویک اوبرائي له کلونو وروسته لا هم د سلمان خان سره په خپلو تېرو منفي خبرو پېښمانه دی او ترې بخښنه غواړي.

رسنۍ وایي ویک اوبرائي له ۱۶ کلونو وروسته اوس هم سلمان خان نه د بخښنې غوښتنه کوي، او د خان په وړاندې د خپلې غلطۍ پښېمانې ښيې.

په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د ایشوریا رایي په مینه کې ډوب وویک اوبرایي سلمان خان په تړاو خبرې کنفرانس ورکړی وه، چې د هماغه کنفرانس له امله یې بخښنه غوښتې.

په یوه تازه مرکه کې له ویک اوبرایي څخه پوښتل شوي که د سلمان خانه د پوښتنې کولو موقعه په لاس درشي، نو څه به ترې پوښتنې؟
ویک اوبرايي په ځواب کې ویلي؛ ورڅخه به وپوښتي چې (څنګه ته په بخښنه کولو باندې باور لرې؟)

اوس به د دې ځواب خپله سلمان خان ووایي چې ویک اوبرايي ته بخښنه کوي او کنه، په داسې حال کې د سلمان خان په وړاندې یې د رښتیا ویلو همت کړی.

د ویک له خبرو معلومیږي چې نوموړی اوس هم هغه پېښه نشي هېرولی او د سلمان خان سره په هر حال کې اړیکې ساتل غواړي مګر هغه سلمان خان دی چې خپله د خپل ځان هم نه اوري.

په دغه رپوټ کې د هغه خبرې کنفرانس جزیات نه دی روښانه شوي چې په ۲۰۰۳ کال کې ویک اوبرایې ورکړې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی