کلتور او هنر

سنیل شیټهي سره د سلمان خان وعده؛ لور به یې فلم کې ولوبوي

د بالیوډ ستر او مشهور اداکار سلمان خان یو ځل د هندۍ سېنما پخواني لوبغاړي سنیل شیټهي ته وعده ورکړې چې لور ته به یې په بل فلم کې د کار کولو موقع برابروي او دغه زمواري سلمان خان پر خپلو اوږو اخیستې.

هندۍ رسنۍ وایي، سلمان خان ته نژدې سرچینو روښانه کړې چې سلمان خان ادتیا پنچولي او سنیل شیټهي ته وعده ورکړې چې یو ځل بیا یې بچیان د فلم نړۍ ته راولي.

وړاندې تر دې دبنګ خان د سنیل شیټهي او ادتیا پنچولي بچیانو ته په یوه فلم کې د لوبېدو موقع ورکړې وه خو دا چې فلم کامیاب نشو ور سره سم د دغه دواړو فلمي اداکارانو کيرئیر هم ختم شو.

سرچینی ویلي، سلمان خان اوس په یوه طرحه کار کوي چې له مخې یې د اتهیا شیټهي او سورج پنچولي په یوه فلم کې کار وکړي او دا ځل کامیاب فلمي سفر مخ ته یوسي.

بل پلو؛ د سنیل شیټهي زوی اهان شیټهي هم فلم نړۍ ته خپل راتګ یقیني کړی او ساجد ناډیاډ والا پردې لرونکي فلم کې به لومړي ځل کار وکړي، په داسې حال کې چې د ادتیا پنچولي زوی سورج پنچولی به یو ځل بیا د موسیقۍ او اکشن څخه ډک فلم کې د کټرینا کیف د خور ایزابیل کیف سره راښکاره شي.

باید روښانه شي، درې کاله وړاندې سلمان خان په خپل پروډکشن کې جوړیدونکي فلم(هیرو) کې اتهیا شیټهي د سنیل شیټهي لور او سورج پنچولي د ادتیا پنچولي زوی ته چانس ورکړ او نوې څېرې یې سېنما ته معرفي کړي.

خو دا چې هیرو فلم په بازار کې د خلکو په راماتولو او مینوالو په اغیزمنولو کې پاتې راغی او فلم ناکام شو نو ور سره هم د دغه فلم د مرکزي کردار لرونکو لوبغاړو فلم کریئر هم د پیل وړاندې ختم شو.

د فلم یو شمېر مینوال وايي، د سنیل شیټهي لور د فلم د مرکزي کردار لپاره غوره څیره هم نه لري نو شاید د ناکامېدو یو لامل یې همدا وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی