کلتور او هنر

سلمان خان، خوشحاله دی چې پریانکا ورسره په فلم کې کار ونه کړ

د هندۍ سینما مشهور فلمي لوبغاړی او د بالیووډ سلطان سلمان خان په فلم بهارت کې د پریانکا چوپړا د رول په تړاوو خبرې کړي، چې په کې د پریانکا په تړاؤ د سلمان خان توند غبرګون ښکاره معلومیږي.

سلمان خان ویلي چې د بهارت فلم جوړیدونکي ټیم نه غوښتل چې په دغه فلم کې پریانکا چوپړا ولوبیږي.

دبنګ خان وایي، پریانکا چوپړا غوښتل په فلم بهارت کې له ده سره یوځای مرکزي رول ولوبوي او د فلم له لارښود او فلم جوړونکي یې همدا غوښتنه کړې وه چې د بهارت فلم د مرکزي رول لپاره دې دا انتخاب کړي.

سلمان خان وروسته له هغې دا خبرې کړي دي چې هندیو رسنیو ورڅخه د ده فلم بهارت کې د پریانکا چوپړا د انکار په تړاوو وپوښتل چې ولې یې په دغه فلم کې کار ونه کړي؟

دغه وتلي فلمي ستوري یې ځواب کې ویلي دي، پریانکا له پيله غوښتل چې په دغه فلم کې کار وکړي او د فلم پرېښودو سره یې په خپل ځان ملنډې وهلي او هېچاته یې زیان نه دی اړولی.

اوس په دغه فلم کې د پریانکا ځای د هندۍ سینما مشهورې اداکارې کټرینا کیف ته ورکول شوی دی او د دبنګ خان سره په بهارت فلم کې مرکزي رول ولوبوي.

نوموړي ادا کار زیاته کړې ده، چې پریانکا چوپړا ورته د شوټینګ د پيلېدو فقط پنځه ورځې وړاندې خبر ورکړ چې نشي کولی په دغه فلم کې کار وکړي، دی وایي چې نه یې غوښتل داسي وشي، خو اوس خوښ دی چې په دغه فلم کې ورسره کټرینا کیف کار کوي.

سلمان لا زیاتوي، د فلم پروډیوسر له لومړي سره غوښتل چې په دغه فلم کې دې کټرینا کیف ولوبیږي، خو وایي چې پریانکا په لومړيو کې علي عباس ظفر ته ټیلیفون کړی و او ورڅخه په فلم کې د برخې اخېستو غوښتنه کړې وه.

سلمان خان په وروستیو خبرو کې ویلي چې دا د پریانکا څخه خفه نه دی چې ولې یې دوی پرېښودل بلکې خوشحالي یې ښودلې چې پریانکا چوپړا کوژدنه وکړه او اوس غواړي واده وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی