کلتور او هنر

پریانکا ته د سلمان خان غوسه؛ له موږ درته هالیوډ اهمیت لري !

د هندۍ سېنما تکړه فلمي ستوری او دغه سېنما کې د دبنګ په نامه مشهور فلمي ستوري سلمان خان ویلي، پریانکا چوپړا ځکه په فلم بهارت کې د کار کولو څخه شاته شوه چې نه غوښتل له ده سره کار وکړي.

(فلم بهارت) د سلمان خان راتلوونکی فلم دی، چې په پیل کې ویل شوې ول د سلمان خان تر څنګ به پریانکا چوپړا په کې مرکزي رول ولوبوي، خو وروسته پریانکا چوپړا په دغه فلم کې له کار کولو څخه انکار وکړ او د فلم پروډیوسر یې ځای د همدغه هندۍ سینما یوې بلې مشهورې اداکارې کټرینا کیف ته ورکړ.

په دغه فلم کې د پریانکا چوپړا کار نه کول سلمان خان غوسه کړی، که څه هم رسنیو ته یې ویلی ول خوشحاله دی چې پریانکا ورسره په یوه فلم کې کار ونکړ.

سلمان خان وړمه ورځ په دغه فلم کې د پریانکا چوپړا د کار نکولو په تړاوو ویلي وه، خوښ دی چې پریانکا چوپړا ورسره په یوه فلم کې کار نه دی کړی خو زیاته کړې یې وه چې پریانکا خپله غوښتل چې په دغه فلم کې له ده سره کار وکړي.

تازه هم سلمان خان د پریانکا چوپړا د نه کار کولو په تړاوو چې ولې یې په بهارت کې کار ونکړ ویلي، پيل کې یې خپله غوښتل چې چې له ده سره کار وکړي خو وروسته يې دغه پرېکړه سرچپه کړه.

یوې هندۍ ویب پاڼۍ د سلمان خان له قولي لیکلي؛ پریانکا ته یې ویلي وه چې که کوژدنه کوي نو ودې کړي خو د فلم پرېښودو ته څه اړتیا ده؟ چې په ځواب کې پریانکا ورته ویلي وه، چې غواړي واده وکړي نو د دبنګ خان په خبره چې ورته مې وویل ویې کړه.

هندۍ رسنۍ وایي، سلمان خان ویلي چې پریانکا د ده خور ارپيتا ته ۱۰۰۰ ځلې ټیلیفون کړی و او ترې یې غوښتلي ول چې دا د فلم بهارت لپاره غوره کړي او وایي چې د فلم لارښود علی عباس ظفر څخه یې هم غوښتي وه چې د فلم برخه یې وګرځوي.

سلمان خان ویلي چې پریانکا په دغه فلم کې کار کول د کوژدنې او یا هم د واده لپاره پرېنښودل بلکي په خبره یې نه غواړي چې د ده سره او د بالیوډ په فلمونو کې کار وکړي.

هغه زیاتوي، پریانکا یوازې غواړي چې په هالیوډ فلمونو کې کار وکړي او هغه ورته اهمیت هم لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی