د سلمان خان مور د کټرینا کیف د ننګور کېدو خوبونه ویني

د هندوستانۍ سېنما سلطان سلمان خان مور تر اوسه هم د بالیوډ ښکلي او تجربه کارې اداکارې د نګور کېدو خوبونه ویني.

هندۍ رسنۍ وایي، د سلمان خان مور هيله لري چې کټرینا کیف به یې د زوی مېرمن او د دې نګور شي.

د سلمان خان واده نه یوازې د نوموړي مور او کورنۍ په تلوسه او انتظار کې دي بلکې مینوال یې هم له ډېره وخته د واده د خبر د اورېدو لپاره د انتظار شېبې شمېري.

دبنګ خان یا سلمان خان تر ۵۰ کالو زیات عمر لري خو لا تر اوسه یې د واده کولو لپاره زړه نه دی ښه کړی.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې، د هرې مور په څېر د سلمان خان مور سلما خان هم هيله منده ده چې زوی به یې ژر د نامزادۍ او واده پرېکړه وکړي او کټرینا به یې کور د مېرمنې په توګه کور ته راشي.

کټرینا کیف او سلمان خان مور

د راپورونو له مخې، کټرینا کیف د سلمان خان مور ته ډېره ګرانه او زیاته یې خوښیږي هم، په رپوټ کې راغلي کله چې کټرینا د خان کور ته ولاړه شي نو ضرور یوځل د نوموړي د مور سره ګوري.

د سلمان خان مور په داسې مهال د کټرینا د نګور کېدو خوبونه ګوري چې دبنګ خان او دغې ښکلې فلم ستورې کټرینا د عاشقۍ او یارانۍ یو دور تېر کړی او له څه مودې یارانې وروسته کیف سلمان خان پرېښوده او پرځای رنبیر کپور سره د یارۍ تار وغځوو.

سره له دې چې وروسته د رنبیر کپور او کټرینا کیف ملګرتیا هم خرابه شوه او سره جلا شول، خو په اوس وخت کې د کیف د یارانې او ملګرتیا په تړاؤ خبرونه نه ورکول کیږي.

مېرمن سلما خان وایي، په دې کوم اعتراض هم نه لري چې کټرینا یو ځل د دې زوی پریښی او رنبیر کپور سره يې یارې کړې ده او په خبره یې اوس هم غواړي چې دغه فلمي ستورې یې د زوې مېرمن شي.

باید یاده شي چې نه یوازې د سلما خان بلکې د سلمان خان مینوال هم دا غواړي چې د کټرینا ـ سلمان جوړه دې سره د واده په تار وتړل شي.

دا چې سلمان خان به د خپلې مور دغه خوب پوره کړي کنه دا به وخت معلومه کړي مګر په اوس وخت کې نوموړی د مور د هیلي خلاف د واده لپاره کومه دلچسپي نه لري او په ځینو مرکو یې بار بار ویلي چې واده فقط د پیسو بربادي او بس.