کلتور او هنر

کیک۲ فلم کې د جیکولن فرننداز پر ځای بله فلم ستورې غوره شوې

اعلان

د هندوستانۍ سېنما د مشهور فلم ستوري سلمان خان د تېر ښکلي او کامیابه فلم (کیک) په راتلوونکې برخه کې د جیکولین فرننډاس ځای بلې اداکارې ته ورکول شوی او فرننډاس له دغه فلم څخه لرې شوې ده.

کیک د سلمان خان او جیکولن فرننډاس هغه په زړه پورې فلم دی چې په ۲۰۱۴ کال کې د سېنما پر پردو ریلیز شو او د ډېرو مینوالو په راماتولو کامیاب شوه او په هاغه وخت یې پر سېنما ښه راج وکړ.

د کیک فلم یوه ښه ځانګړنه دا هم یاده شوې وه چې په کې د سلمان خان او جیکولین فرننډاز یوه ښه جوړه یوځای شوې وه.

خو تازه هندۍ رسنۍ داسې خبرونه خپروي چې په دغه فلم کې د راتلونکي برخې لپاره د فلم ټیم جیکولن فرننډاز د خپل نظره غورځولې ده.

دا خبرې په داسې مهال کیږي چې د ۲۰۱۴ کال جوړ شوي کیک فلم راتلونکې برخې لپاره تیارنې ښه زور کې روانې دي.

تر دې وړاندې داسې ویل شوي ول چې د فلم ډله پر دې غور کوي چې د فلم کیک په راتلونکې برخه کې د فرننډاس پر ځای ښکلې او تکړه فلم ستورې کټرینا کیف انتخاب کړي، خو تر یو څه مودې وروسته دا هم روښانه شوه چې په دغه فلم کې نه جیکولین او نه هم کټرینا کیف ته ځای ورکړل شوی او د دغه دواړو تکړه او ښکلو فلمي ستور پر ځای یو بله فلمي لوبغاړې د مزکزې کردار لپاره د سلمان خان تر څنګ انتخاب شوې.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، د ساجد ناډیاډ والا د بینر لرونکي فلم کیک په راتلوونکي برخه (کیک۲) کې به د بالیوډ د سلطان سلمان خان سره ځوانه فلمي لوبغاړې ډیشا پټانۍ مرکزې رول ولوبوي.

ویل کیږي چې ډیشا به په فلم کې د یوه هنر لرونکی فنکارې او سلمان خان به پر موټر سایکل ګرځیدونکي بد کاره انسان ته ورته رول ولوبوي.

د کیک۲ فلم شوټینګ لپاره لا تر اوسه دقیقه نېته نه ده ښودل شوې خو داسې ویل کیږي چې د روان کال په پای کې به یې کار پیل شي.

ډیشا پټاني که په کیک۲ فلم کې د سلمان خان سره یوځای کار وکړي نو دا به د نوموړي دویم فلم وه چې سره یوځای په یوه فلم کې راښکاره کيږي، همدا اوس مهال دوی دواړه په یوه بل فلم(بهارت) کې د صحنو پر ډکولو یا شوټینګ بوخت دي.

که چېرته ډیشا په کیک۲ فلم کې د کار کولو لپاره زړه ښه کړي نو دا ځل به سلمان خان او پټانۍ د یوې نوې جوړې په شکل راښکاره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی