ادبیات افغانستان سیاست

سلېمان لایق او د «باتور ملت» قصیده؛ ولې او چېرته یې لیکلی؟

لیکنه: صادق طارق
اعلان

د مشهور هنرمن جاوید امرخېل په خواږه غږ به مو دا مشهوره سندره خامخا اوریدلې وي:

دا زموږ د سترګو وړاندې غني ګوره څه تېریږي؟

یو باتور ملت غرقیږي، یو مظبوط وطن نړیږي

دا سندره د کوم ډول شعر اړوند ده؟

چا لیکلی؟

ولې یې لیکلی او تر شا یې کومې تراژيدۍ پرتې دي؟

په دې مطلب کې به په همدې اړه خبرشئ!

د سلېمان لایق د قصیدې کیسه

پورتنی شعر د افغانستان او سیمې په کچه د مشهور شاعر، لیکوال او سیاستوال اکاډمیسن سلېمان لایق په قلم لیکل شوی.

لایق څه باندې ۸۰ کاله وړاندې د افغانستان په سویل ختیځ ولایت پکتیکا کې زیږیدلی.

هغه د دې ترڅنګ، چې وتلی فرهنګي شخصیت دی، د افغانستان مشهور سیاستوال هم دی.

سلېمان لایق د افغانستان د کیڼ اړخه( خلق دیموکراتیک ګوند) له بنسټګرو دی، چې واک ته د دغه ګوند له رسیدو سره د سرحدونو او قبایلو او راډیو ټلویزون وزیر او د علومو اکاډمۍ عمومي ریس پاتې شوی دی.

د لایق ژوند له لوړو ـ ژورو ډک دی.

هغه اوس هم ژوندی او په کابل کې د علومو اکاډمۍ علمي سلاکار دی.

دا قصیده یې کله او ولې لیکلی؟

د یادې قصیدې د لیکل کیدو دقیق وخت نه دی معلوم، خو د شاعر په وینا یې د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر سقوط وروسته یې هغه مهال لیکلی، چې له مجبورې ورځې کوزې پښتونخوا ته کډوال شو.

ښاغلي لایق په یوه تلویزوني مرکه کې د دغې قصیدې د لیکلو په تړاو وویل: د حریف د حاکمیت سیمې ته داخل شوی وم، تاریخ ډېر مکار دی، داسې لوبه کوي، چې لایق یې د پنجاب دسترخوان ته کینولی و.

د ده په وینا سره له دې، چې کوزه پښتونخوا نه د پاکستان وه او نه به یې شي، خو دی لومړی د څمکنیو سیمې او بیا د مشهور سیاستوال عبدالولي خان دېرې ته لاړ.

وایي هلته یې ولي خان نه د څه مودې پناه غوښتنه وکړه، ولي خان له پاکستاني حکومت څخه ده سره د نه غرض غوښتنه وکړه او پاکستان شرط کېښود، چې لایق به نه سیاست کوي، نه به نورو پارونکو شیانو سره کار لري، بس یوازې ژوند به کوي او غلی به وي.

سلېمان لایق وایي یو نیم کال د عبدالولي خان په دېره کې و، تر هغې چې اروپا ته ورڅخه لاړ.

یاده قصیده، چې یوه لنډه برخه یې جاوید امرخېل په خورا ماهرانه هنر سره سندره کړې ده، هملته د ناچارۍ او اسارت د ژوند پر مهال ښاغلي لایق لیکلی.

د دغې قصیدې بشپړ متن دلته په یاران وېب پاڼه کې لوستی شئ:

قصيده

دا زمونږ د سترگو وړاندې «غني» گوره څه تیریږي؟

یو باتور ملت غر قیږي، یو مضبوط وطن نړیږي

 

یــــوه دنـیا د بــرم بــذل، یــــوه دنـــیا د مـــیـړنــیــو

دغـروب په لـوري درومي ، د تاریخ له پاڼو لویږي

 

پاس دستورو راڼه څاڅکي، راته ښکاري اوښکې اوښکې

د آسـمان په شــنو غومـبرو، لارې لارې را بـهیږي

 

سر چې ږدمه پـه سـر ویږدي، هـیبتناک غـږونـه اورم

ته وا ځـمکه په منځ دوه شـوه، افغاني وطن ډوبیږي

 

یا آسمان زمونږ په ویـر کې، ښکته پریـوتـه پـه ځمکه

یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هـواریږي

 

« ایمل » ریږدی پـه لحد کې، له غـصې دزړه پـه تـبه

چې مغل پـه خـیبـر وخـوت، افریدی لا نـه پـوهــیږي

 

د شـنلې پـر ځای له دښـتو، تیرې تـورې زرغونـیږي

د اوبـو پـر ځای لـه غـرونو، سـرې ویـنې را بـهیږي

 

د باران پـر ځای له وریـځـو، تـندرونه را کـوزیـږي

د رحمـت پـر ځـای لـه هسـکه، غـضبونـه نـازلیـږي

 

” شمر” ښکته پورته دانگي، سترگې رډې توره کښلې

نـه یې سترگې لـه چا سوځي، نه یې شرم له چا کیږي

 

«زینب» چیغې کړې چې ربه، ته لا څه ته ورته گورې

د «حسین» په زخمي زړه کې، د یزید خنجر ځلیږي

 

* * *

 

څه بی پته شوو جنگونه، څه بې هوډه شوو ننگونه

تـو لعنت په دې شـملو شه، لادې جـگې نه شـرمیږي

 

دا دچرگ لکۍ ته ورته، شملې واچوئ په مځکه

دا دشــرم او مــاتې نـښې، پـښـتـنوتــه نــه ښـایـیـږي

 

شـمله هـغـلته شمـله وي، چـه پـه نـربانــدی وي لکـه

اوس په هر کدو جگیږي، اوس په هر”اجړ” خوریږي

 

خدایه دا دې څه را وکړه، چی یو نر دې راپرې نښود؟

هـر کـمر تـه چـې تکـیه شـوو، لکه شـگه را شـړیـږي

 

یو«میرویس» په مونږ کې نشته، چې گرگین لارې ته سم کړي

یو «شیرشاه» راپورتـه نـه شو، چې مغل ته ودریږي

 

* * *

پروني ملا ته گوره، چې ټوک خورو سقاط خورو

اوس چې خصم دافغان شو، پـه سـرو زرو کې ډوبیږي

 

لـویـه خیـټه غـټه کـونه، نـرۍ پښې بـبـره ږیــره

ویته خوله بې شرمه سترگې، لکه مچ هرڅه کې لویږي

 

ماټ کـور ماغزه د تیږې، بې فرهـنگه بې ادبـه

چې تبلیغ کوي نـڅـیـږي، چې قران لـولي شـشـنـیږي

 

په اسلام کې لارې باسي، زموږ د خاورې بر بادۍ ته

دین اخوان ته یو دکان دی، چې هر څه په کې خر څیږي

 

* * *

دا دې څه بلا اخته کړه، زمونږ په دې بد مرغوخلکو

نـه له تـا څخـه ډاریږي، نـه له دوی څخه شـرمیږي

 

اوس چـې حکم د ملا شـو، د کابل پـه پـاچایـۍ کـې

هر ساعت په چاور دانگي، هره ورځ په چا ورلویږي

 

د افـغان په قتل اخلي، ســره پـونډونـه شـنې ډالرې

پـښتو پریږده چـې تـرې تللې، له ایمان سـره خـرڅـیږي

 

باندې سپین په منځ کې تور دی، نگه اور دی نگه اور دی

په هر تار کې یې د ږیرې، شیطان سپور دی او نڅیږي

 

هر چړې په چړ چوبي کې، پاچایي خوبونه ویني

انـگریزی لـنچر په غـاړه ، پـه لار ځي ته وا نـڅیږي

 

چې پرون یې دمولې، رڼې خاورې خوسکو ته

اوس پـه بـره پښتونخواکې، پـه انـسان بـاندې سپـریـږي

 

زما زړه پـولۍ پـولۍ دی، زما سا لـمبه لـمبه ده

چې دا تـوره خپـکۍ بـه؛ له مـونــږ کله پــور تـه کـیـږي

 

جهاد لوښۍ د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو

دیـن دولـت دواړه بــربـاد شـو، د ده زړه لانــه سـړیـږي

 

زمونږ کور دشرارت شو، افغاني وطن غارت شو

دا زمونږ د سترگو وړاندې، «غني » گوره څه تیریږي

 

مونږ زغمل چې رانه لوټ شي، څه چې شته دي بې ناموسه

تورې خاورې مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږي

 

د یـوې میاشـتې تـازه ناوې، دشـهید پـر قبرژاړي

وایي کـوم جهاد ته مړشوې، ځواب وایه چې ځنډیږي

 

تا چې سر په چا دو کړی، هغه غواړي چې ما لوټ کړي

ماور بـولي هـغه ځای تـه، چې شـیطان ځنې شرمیږي

 

زه چې ستا له غمه ژاړم، هغه څاري زما سترگې

ســر را پـورتـه کــه شـهـیده، ارمـانـونـه د رږیـږي

 

افغاني درنې بیبیانې، چې په پت عزت خوندي وې

د جهاد تـر بـیرغ لانـدې، بـربــنـډیـږي لـیـلا مـیـږي

 

هر عرب خریدار شوی، زمونږ د خوندو او خور لڼو

مولانا صاحب یې پلوري، نه شرمیـږي نه ځوریـږي

 

تر څارویو وړیا شوي، پښتنې په مڼدوي کې

دڅارویو هم څه دود وي، چې په چا باندې خرڅیږي

 

* * *

ربه دا لا څه تالان دی، چې په خپل وطن یې وینم

چـې خـپل سـپی پـه پـردي نـنگه، افغانانوته غـپیـږي

 

چې له زړه د«کنشکا» نه، شنې لوخړې ځي آسمان ته

چې جمرود دسرو په بلخ کې، د«یما» له سره لویږي

 

“گرگین” ویوست تیغ د سټې، د افغان ننگي کهول ته

د « میرویس» لیـڅه بـیواکه، تیرې تورې ته غځیږي

 

په لاس نه ورځي بی خاورو، نه یې تیغ نه یې لښکر شته

هـم لښکر هـم یې تـیغونـه، د وطن پـر ضد جنگیږي

 

خدایه څرنگه بدل شوو، د افغان درانه خویونه

په هر چا چې مو نږ تکیه شو، پر پردیو پلورل کیږي

 

د وطن په حق کې نه کا، تش د خیر یوه خبره

خو د خپـل مطلب د پاره، د هـر سـپي پښو ته لـویږي

 

په هر ځای چې باران راشي، زمونږ خره یوسي له مخې

په هرخوړ چې سیلاب وزي، زمونږ وره ته را سمیږي

 

په هره سیمه چی برښنا شي، تندر پریوزي زمونږ په کلي

په هر رود چې توفان راشي، زمونږ کور ته راسیخیږي

 

په ډالرو باړه شوي، که غلجي که دراني دي

پـښـتانه او پـښتو دواړه، هسـې ښـکـاري چــې خـتمیـږي

 

د احمد په گوریې تو کړې، تورې ناړې دیڼکیو

دا چې پلار له گریوان نیسي، دا چې وروڼو ته گوا ښیږي

 

مونږ ته ټول جهان دوزخ دی، چې وطن مو په کې نه وي

مـونږ ته هـر وطن سقر دی، چې افغان په کې ځوریږي

 

مونږ ته هر “شابه” پیغور دی، چې دشمن یې راته وایي

مونږ ته هر سلام لعنت دی، چې په سپکه په مونږ لویږي

 

مونږ ته هر گوله مرگی دی، چې دبل په ست یې ژوو

مـونږ تـه هـر گوت هلایل دی، چې د بل جام نه توییږي

 

مونږ ته هر مشر دشمن دی، چې په مونږ یې رحم نه شي

مـونږ تـه هر افغان پردی دی، چې پردي سره یو کیږي

 

موږ ته هر ملک تلک دی،چې زموږ په سر روپۍ خوري

موږ ته هر ملا بلا دی، چی په خلکو نه رحميږي

 

* * *

 

جگې جگې سـاقی راشه، پس لـه عمـره را پخلاشـه

پـه چوپتیا کې مو غوغا شه، چې مجلس را نـه سړیـږي

 

د ځوانۍ نوبت مې تیر شو، کوم چې تیر شو هغه هیر شو

اوس را ونـیـسه دا پـاتې، چــې قـطار رانــه تــیریـــږي

 

که مطرب او رباب نه وي، که مستي او شباب نه وي

که د مینې عذاب نـه وي، عمـر بـد کړي چی اوږدیـږي

 

هوشیاري یوه تنهایي ده، تنهایي یوه تباهي ده

پـه ترخـو اوبـو مې ډوب کـړه، گنې زماجاله ډوبـیــږي

 

په مستۍ کې را چار پیر کړه، یوه کیږدۍ دخورو څڼو

چې شپې ورځې را نه تښتي، چې کاروان را نه بیلیږي

 

د پسرلی په ښکلی یاد ، جام ته تویې کړه سکروټی

چې گـلونـه را تـه ژاړي، چې خـزان راتـه گـواښـیږي

 

د ځوانۍ په باغ مې راغله، دزړښت د ماښام لړه

پـیالې ډکې کـړه لـه مخې،عمـر تښـتي نـه ودریـــږي

 

ساقي ستړی يم له ژونده، لږ مې خلاص کړه له دې بنده

ګنې وژني مـې دا تـنـده، چی گـړۍ گـړۍ زیاتتـیږي

 

هومره راکړه چې پې ورک کړم، سر له پښو، پښې له سره

چې «غني»(١) را څخه تښتي،« بینوا»(٢) رانه پټیږي

 

چې خورې صحرا ته ووځم، لیونۍ د لیونیو

چـې مستي را کې نـڅیـږي، چې جـنـون راته خندـیږي

 

چې مرغان د خړو دښتو، راته ووهي وزرې

چـې زرکان راتـه غـږیـږي، چې هـوسۍ را ته پڼډیـږي

 

* * *

نه، نه خوشې ټوکه نه ده،« غني» لږ ورته دمه(٣) شه

دا خوب وړي را ویښیږي، دا پریوتي را پاڅیږي

 

گومان مکړه چې خالي شوه، د ساقي مینا له میو

لا د تاک پـه تـا خانو کې، د انگـور ښیـښـې ډکیـږي

 

لا رباب سور شوی نه دی، لا تش دوه دوره اوښتی

لا ساقـي نـوی راغـلی، لا رنـدان نــوي گـرمیــږي

 

لا د ځمکی تل کې ایشي، تللې وینې د ځلمیانو

لا د دې تـودو خـاورو، ســره گـلـونه را غـوړیـږي

 

لازمونږ په ارادو کې، عشق د منډو غلی نه دی

شپـه که هـر څـه تـوفـاني ده، چــراغـونـه لا بلیـږي

 

لا وطن خلک را بولي، د میړانو معرکو ته

لا هـغـه ژڼي ژوندي دي، چې تـر هـوډه قـربانیـږي

 

لا خوریږي نیمو شپو کې، دتوفان غاورې چیغې

لا دغـرو لـه جـمـدرونـو، سـیـلاوونه ر ا کوزیـږي

 

لا د وینو واټ پرانیستی، لیونتوب دی لیونوته

لا په پښو کې دمسـتانو، ځنځـیرونه سـره شـلیـږي

 

لا د مځکې تناوونه، لاره باسي زلزلوته

لا پـه بـاد او بـرَښـنـا کې، گـردشــونـه را رستیـږي

 

لا د رزم گرمي شته ده، زمونږ په مټو کې د ننه

لا زمونږ په پښتون زړه کې، « د ایمل» وینه چلیږي

 

لا په جنگ د تخت او بخت کې، زمونږ لوبه ختمه نده

لا همت د« شیر شاهي» ته همایون له آسه لویـږي

 

لا د لوړو وریځو شا ته، عقابان وهي وزرې

لا پـه هسکو سر درو کې، افغاني زمري غوریـږي

 

لا د خپلې خاورې مینه، مونږ ته وایي چې را پا څئ

لا خوب وړي دپـیړیـو، له خـوبـونو را ویښییـږي

 

لا زمونږ په کلا گانو، پښتني حیا خوره ده

لا زمونږ پـه دروازو کـې، غـیرتـونه پا لل کـیـږي

 

* * *

دا به بیا یوه غوغاشي، لکه څاڅکی په څپو کې

یو سرکښه یاغي سین شي، سمندر ته به رسیـږي

 

دا به بیا سپیدې خورې کړي، د اطلسو پا لنگونه

د بـلورو په بـــید یا بـه، رود د ویـنو را خـوټیـږي

 

“دا به بیا په لمر لویدو کې، د مرغانو سیل له ورایه

لکه سور بیرغ د فتحې، په سرو وړانگو کیې ر پیږي”(٤ )

 

دا به بیا زمزم ته رسي، د بید یاوو جل وهلی

دا به بیا په جل وهلو، د رحمت باران وریـږي

 

 

دا به بیا په مخه دانگي، دا زمونږ جنگي آسونه

دا به الـوزي له کنـدو، دا بـه لوړو ته رسیـږي

 

دا به اچوي له سویو، سرې سکروټې په تکل کې

دا بـه رسي تـر هــدفـه، دا بــه خامخـا بـریـږي

 

دا به بیا اباسین ایشي، ډوبوي به تورې کونې

تـور پنجاب بـه وهل کیږي، له بنسټه به نړیږي

 

دا به بیا لنډۍ مستیږي، تن به باسي له بستره

پـښتانه به را پاڅیـږي، پښـتونخـوا به آزادیـږي

 

دا به بیا د« احمد» چیغې،ریږدوي د لاهور مړاندې

دا به بیا په کړاکړ کې د« بیربل» ژامی ماتیږي

 

دا به بیا« سیدال» راباسي، د مرگ توره په غوجرو

آخوندان به ترینه تښتي، امامان به ترې پټیـږي

 

دا د قم چړیان به پوه شي، چې افغان د کار په ننگ کې

خپل پور نه پریږدي پردي ته، دا تقدیر دی نه بیلیږي

 

د باتور ملت سندره چې جاوید امرخیل ویلې:

له ملی راډیو ټلویزیون سره د سلیمان لایق مرکه:

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق