افغانستان سیاست

ولې ولسمشر غني، اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان وټاکل؟

لیکنه: ياران

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو تازه اقدام کې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت لپاره دوه مطرح پخواني امنیتي چارواکي د سرپرستانو په توګه ټاکلي دي.
د ولسمشر د جلا جلا حکمونو په اساس د ملي امنیت پخواني ریس امر الله صالح د کورنیو چارو د سرپرست په توګه او د ملي امنیت بل پخوانی ریس اسدالله خالد د دفاع وزارت د سرپرست په توګه ټاکلي دي.

همدارنګه په پارلماني چارو کې د دولت له وزارت غوښتل شوي چې دواړه دې ددې وزارتونو د رسمي نوماندانو په توګه د افغانستان ولسي جرګې ته د باور د رایې اخیستلو لپاره ورپیژني.

امرالله صالح او اسدالله خالد دواړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ په دورو کې د افغانستان د ملي امنیت ریسان پاتې شوې دي.

د افغانستان د دفاعي او امنیتی مسلو په اړه د امرالله صالح سخت دریځ ګڼ پلویان لري.
نوموړې همدارنګه له هغو کسانو څخه دی چې د سولې په روانو مبهمو هڅو کې د افغان حکومت د دریځ د پیاوړتیا سخت پلوي دی.

نوموړی د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال د عبدالله له پلویانو څخه و، خو وروسته بیا د ملي یو والي د حکومت منتقد و او وخت پر وخت یې د حکومت پر چارو انتقادونه کول.

اسدالله خالد د ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د ملي امنیت ریس، د کندهار والي، د غزنی والي او د کابینې د غړي په توګه دندې ترسره کړي. د 2012 م کال د ډیسمبر په 6 مه هغه د وسلوالو طالبانو په یو ځانمرګي برید کې په خپل میلمستون کې سخت ټپي شو.

اسدالله خالد همدارنګه د خپلو رسمي دندو پر مهال د مخالفو وسلوالو له بندیانو سره په سخت چلند د بشري حقونو د ډلو له انتقادونو سره هم مخ شوی.

ولې د حکومت په وروستیو میاشتو کې د امنیتې ادارو د مشرانو بدلون

د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت په وروستیو کې د ګڼو مطرح څیرو څخه خالي شوی و. د نوموړې شا او خوا ټول ځوان او مسلکي کسان راټول و، خو د ځینو نیوکه دا وه چې د هیواد له جګړو او ناندرویو سره بلد لوبغاړې یو په بل پسې له حکومت وتلي دي. ښايي د خالد او صالح په ټاکلو ولسمشر غني هڅه کوي چې دا انتقادونه یو څه راکم او خپل حکومت کې ځینې مطرح څیرې را شریکې کړي.

په تیرو کلونو کې داسې څرګندیده چې د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د ښاغلي عبدالله سره په ګډه په کور دننه د سیاسي څیرو په ملاتړ کم او د امریکا په ملاتړ ډېر حساب کړی و. خو اوس داسې ښکاري چې د زلمي خلیلزاد په وسیله د طالبانو سره د سولې په هڅو کې افغان حکومت د امریکا په ملاتړ بې باوره شوی. همدارنګه له افغانستان څخه د نمايي امریکايي سرتیرو د چټک ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ ناڅاپی پریکړې دا بې باوري نوره هم زیاته کړې، نو ښايي له همدې کبله ولسمشر غني غواړې چې خپلې په کور دننه سیاسي ستنې پیاوړې کړي. د امرالله صالح او اسدالله خالد ټاکل کیدل د امریکايي سرتیرو د وتلو په صورت کې د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو د پیاوړتیا لپاره یوه هڅه کیدای شي او همدارنګه افغان حکومت غواړي د نویو کسانو په راشاملولو د سولې په روان بهیر کې هم خپل دریځ او ځای پیاوړی کړي.

د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات بله مهمه مسله ده، چې ولسمشر اشرف غني غواړي هغه کسان ځان سره ملګرې کړي چې دده په رقیبو ټیمونو کې شمولیت یې هغوی پیاوړي کولی شي. امرالله صالح او اسدالله خالد دواړه د مطرح سیاسي څیرو په توګه کولی شي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپل اغیز د ولسمشر غني په ملاتړ وکاروي.

د افغانستان د سولې لپاره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ هڅو یو ځل بیا افغانانو سره دا اندېښنې زیاتې کړې چې ګوندې امریکا ښايي یو ځل بیا غواړي د افغانستان په اړه د پاکستان غوښتنې ومني. د پاکستاني چارواکو له څرګندونو ښکاري چې هغوی دا مهال د افغانستان په اړه کلونه وروسته د امریکا په وروستیو پریکړو خوښ دی. امرالله صالح او اسدالله خالد د خپلو پخوانیو ماموریتونو پر مهال په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې د سرسختو مخالفانو په توګه پیژندل کیدل. دا هم ممکنه ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مهمو امنیتي او دفاعي څوکیو ددې دوو کسانو په ټاکلو غواړي د پاکستان په وړاندې د خپل حکومت دریځ پیاوړی کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران